تاند- د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې سترې محکمې د کابل بانک په قضیه کې د لاس لرلو په تړاو د پخواني ولسمشر او د هغه د پخواني مرستیال د وروڼو په شمول د کابل بانک د ګڼو پوروړیو (کسانو او شرکتونو) د شتمنیو د کنګل کولو په باب د استیناف محکمې پرېکړه تایید کړې ده.
د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیر عزیزي نن /دوشنبه/ وویل چې د حکم پر اساس د محمود کرزي، حصین قسیم، غلام داوود نصیب، حیات الله کوکچه، حاجي محمد طاهر ظاهر، صوفي نثار احمد، شکرالله شکران، اریانا سټیل، حیرتان نفتي تاسیساتو، ګلبهار ټاور، ګاز ګروپ، کابل نفت، شاهین صرافی، پامیر هوايي شرکت، ګلبهار حبیبي، عبدالغفار داوي، ملک جان، اخترګل، ظاهر ګروپ او محمد طاهر شتمنۍ کنګل شوي دي.
د لویې څارنوالۍ ویندوی دا هم وویل چې محمود کرزی، عبدالغفار داوي او ګلبهار حبیبي د خپلو پورونو د ورکولو یا تصفیه کولو لپاره لویې څارنوالۍ ته مراجعه کړې ده.
بصیر عزیزي زیاته کړه چې شېرخان فرنود، خلیل الله فیروزي، محمد طارق میزان، کمال ناصرکروړ، امین الله خیراندېش، محبوب شاه فروتن، مصطفي مسعودي، ظفرالله فقیري، شېراقا علیم، بسم الله، قسیم فقیري او محمد عارف سالک د سترې محکمې په غونډه کې چې د دوی پر محکومیت د بیا کتنې لپاره جوړه شوې وه، حاضر ول.
عزیزي وویل چې د دغو کسانو له منځه رحیمي او فقیري خوشي شول خو نور په محبس کې دي.