لنډه پېژندنه : ـ

انس رضي الله تعالی عنه چي پوره لس کاله يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت کړۍ ، د انصارو دډېرو لويو علماوو په کتار کي راځي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د سترو مفتیانو په ډله کي يو دی هم وو .

د نسب لړۍ يې داسي ده : ـ

انس بن مالک بن النَّضرالخزرجي الأنصاري الصحابي الجليل .

زوکړه : ـ

انس رضي الله تعالی عنه تر هجرت نهه یا لس کاله مخکي په مدینه کي پيدا سوي دي .

زده کړه : ـ

انس بن مالک په لس کلنۍ کي مور نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته سپارلۍ وو ، لس کاله يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت وکړ .  د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خدمت پر مهال يې په ډېره ځيرکتيا نبوي اعمال څارل او وخت پر وخت به يې نبوي ویناوي اورېدلې ، يادولې او لیدلې .

له همدې امله دده په روايت کړيو حديثو کي ډېر يې داسي دي چي مستقيماً يې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ، مګر داسي هم پېښ سوي دي چي د روايت لومړی مرجع يې صحابي وي .

انس رضي الله عنه د خپل عمر پر مهال د رسول الله صلی الله عليه وسلم بشپړ خدمت وکړ او په دې لړ کي يې ډېر نبوي احاديث روایت کړي دي .

انس رضي الله عنه ته نبوي ډالۍ : ـ

انس رضي الله عنه د خپل غوره خدمت له کبله له نبوي درباره داسي دعاء تر لاسه کړه :

اللهم أکثر ماله وولده وبارک له ، و أدخله الجنة .

ژباړه : اې الله ! مال يې زیات کړې ، په اولاد کي يې برکت واچوې او جنت يې ځای کړې .

الله جل جلاله په خپل دربار کي نبوي دعاء ومنله او انس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعاء له وجهي زيات اولادونه درلودل ، او تر ډېره وخته يې د دنيا پر سر ژوند وکړ .

له انس رضي الله عنه له روایت سويو احاديثو شمېر : ـ

انس رضي الله عنه ( ۱۲۸۶ ) احادیث نقل کړي چي  ( ۱۶۷ ) احادیث يې شيخینو په ګډه ، ( ۸۳ ) يې یوازي امام بخاري په خپل صحیح او ( ۷۱ ) امام مسلم په خپل کتاب صحیح مسلم کي روایت کړي دي .

مړينه : ـ

د انس رضي الله عنه د وفات دقيقه نېټه معلومول ځکه ګران کار دي ځیني وايې چي په ( ۹۰ ) ، ځيني وايي په ( ۹۲ یا ۹۳ ) کي وفات سوي دي . داسي هم ويل کيږي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحابه وو کي دی تر ټولو وروستی صحابي وو چي وفات سو .

روح يې ښاد او یاد يې ژوندی

زیاتونه : ـ

ستر او متعال او دکائناتو څښتن جل جلاله دي موږ او تاسو لوستونکو ته هم داسي ستر مرتبه او مقام نصيب کړي . امين يارب العالمين .

ليکوال : احمدجنيد مبارز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *