په حویلۍ کې د ماشومانو شور شو. بوډا پټو له مخه لرې کړ، پر کړکۍ د راځوړندې پردې سر د ژمي مازدیګرني لمر روڼ کړی و. بوډا ته خپله کوچینواله ورپه زړه شوه چې په کوڅه کې به یې په توپ پسې منډې وهلې، نارې به وې. د هغه وخت روښانه لمر یې سترګو ته ودرید چې ماسپښین به یې ورو ورو د دیوال له بیخه لمن ورنغښتله، دی به ورته هوسیده چې مازدیګر به راځي، لوبې به کوي.
په غولي کې د ماشومانو غږونه لوړ شول. ده سر له بسترې راجګ کړ، ملا یې وبریښیده، اخ یې وکړ له درده یې سترګې پټې ونیولې. کغ شو، ورخلاص شو، سترګې یې رڼې نه کړې، زړه یې غوښتل چې بیرته د ماشوموالې یادونو ته په خیال کې ورشي، هڅه یې وکړه چې هغه مازدیګرنی سیوری سترګو ته ودروي چې په ماشوموالې کې به دغه وخت د کوڅې له نورو کوچنیانو سره یوځای کیده، د کور ترڅنګ په خالي میدان کې به یې لوبې کولې، خو د کړکۍ شاته د ماشومانو چیغو خیال ته نه پریښود، اوف یې وکړ:
-دا غلي کړئ
ښځه یې اوچته پاڅیده، کړکۍ یې پرانیسته:
-در تیریږئ نارې مه وهئ
ماشومان غلي شول، کوټې ته سړه هوا راغله، بوډا پټو پر سر راکش کړ. خو د ملا درد نه پریښود چې په خیال کې د ماشوموالې زمانې ته ستون شي.
پای