ستورو ته ناست یم له سیتاره سره د ځوان، هڅاند او نوښتګر شاعر سعید زابلي د ښکلو او رنګینو شعرونو هغه ټولګه ده، چې څه موده وړاندې له چاپه راوتلې ده. د زابلي اشنا د شعرونو پر دې شعري تولګې (ستورو ته ناست یم له سیتاره سره) چې د هر چا سترګې ولګېږي، نو دې ته يې اړباسي، چې د ده د شعري ټولګې پاڼې یو په بل پسې واړوي او په لوستلو لوستلو يې خپله شعري تنده ماته کړي.

ځوان او تاند شاعر سعید زابلی هم له هغه درده کړیږي له کوم درد څخه، چې يې ولس کړیږي. ده د شعر په ژبه هغه شته ستونزو ته ګوته نیولې ده،کومې ستونزې، چې موږ ټول ورسره لاس او ګریوان یو. د زابلي اشنا د شعرونه ځانګړنه دا ده، چې د خپل چاپېرچل د روانو حالاتوڅخه يې رنګ اخستی د هغه رنګ څخه چې نه يې خپله منلو او کتلو ته چمتو دی او نه يې پخپل ولس پېرزو دی. زابلی د یوه داسې رنګ په لټه کې دی، چې هغه د سولې، یووالي، همدردۍ، پرمختګ، ثبات او هوساینې پیغام له ځان سره ولري،که په رڼا ورځ له خپل رنځور هېواد او رنځور ولس سره ژاړي، نو ارامه شپه يې هم دغه درد ارام ته نه پریږدي له ستورو سره یوځای د خپل ولس درد او ناخوالو ته ژاړي او په شوګیرو شوګیرو کې د یوه روښانه سباوون په هیله شپې سبا کوي .

د سعید زابلي د شعرونو پر دې ښکلي کتاب باندې زموږ د پښتو ادبیاتو تکړه شاعرانو او لیکوالانو هر یوه فیصل فاران ، شرر سا پي ، ډاکټر فیض ځلاند ، ومان نیازي . عبدالرحیم هلال او صدیق الله بدر د کتاب په پيل کې پرې ډېرې ښکلې سریزې لیکلي او د ښاغلي زابلي د شعرونو پر څرنګوالي، ښیګڼو ، د شعر پر نازک خیالې ، ښکلې انځورګرۍ ، لوړاحساس ، تخیل او عاطفې باندې ډېر ښه ږغېدلي او هر اړخیزه رڼا يې پرې اچولې ده .

د زابلي اشنا دا رنګین کتاب ټول څه باندې ۱۲۱ مخونه لري، چې زیاته برخه يې په خوندورو غزلو ښکلې شوې ده. د خپل شعر په نازکو پېیلو ځنځیرونو کې يې مینه هم ول په ول اوبدلې ده او له مینې خو ځکه پر څنګ تېرېدای نه شي، چې دا وطن د مینې وطن دی. دلته هر څه مینې ته اړتیا لري او زما د وطن دا ښکلی طبیعت، چې الله(ج) پر موږ لوریلی دی مینه ناک دی او موږ دې ته هڅوي، چې موږ د خپل ګران هېواد له غر،چینار، نښتر،جلکې، ګودر، منګی، دود او دستور هر څه په ځانګړې توګه د جنګ ځپلي افغان سره مینه وکړو .

مینه د ټولنیز ژوندانه د پرمخ بېولو بنسټ جوړوي، په مینه مخ ته تللی شو، په مینه د ژوند ټولې چارې سمبالولی شو او مینه ده چې درنښت، درناوی، زغم او یو دبل په ارزښت پوهېدل منځ ته راوړي، ژوند ته خوند او رنګ ورکوي، د کرکې او بدبینۍ توره پرده له زړونو باسي. زابلی د مینې په ارزښت پوه دی او همدغه مینه یې کرار ته نه پریږدي کومې ناوړه پدېدې، چې د مینې او ورورګلوۍ ژوند ته يې زیان رسولی دی غندي، نوله همدې امله يې د خپل ګران هېواد افغانستان روانو جګړو ، چاودنو ، ځانمرګو بریدونو ، ړندو بمباریو او د کونډو او یتیمانو فریادونوته پام کړی او پخپل هنرمن قلم سره يې  خورا په هنرمندانه ډول زموږ هر درد انځور کړی ، شعرونه يې دومره هنري مالګه لري، چې د هر چا يې بیا بیا لوستلو ته زړه کیږي .

د سعید زابلي یاد کتاب ستورو ته ناست یم له سیتاره سره د غزلو ترڅنګ څو د ګوتو په شمار خو زړه وړونکي ازاد شعرونه او ښکلې څلور یزې هم لري چې بېلا بېل موضوعات يې پکې را اخیستي دي .

 ستورو ته ناست یم له سیتاره سره شعري ټولګه کې
د وران وطن انځور

لکه څرنګه چې مې مخکې وویل زابلي اشنا پخپل دې کتاب کې د خپل هېواد او ولس غمیزو او نا خوالو ته هم ډېره پاملرنه کړې ، دا چې هره ورځ په خپله ټولنه کې جګړه ، چاودنې ، ځانمرګي بریدونه ، بمبارۍ او ورور وژنه ویني ځان د دې وران هېواد د یو غړي او وګړي په توګه نا ارامه احساسوي، ځوریږي او ویښ ضمیر يې دې ته اړباسي،چې له دې ورانیو او جګړو څخه خپل ستړی شوی،ګیله من او له غموډک زړګی د شعر په ژبه خپلو غم ځپلو هېوادوالو ته خالي کړي.

دا چې د ښاغلي زابلي ستورو ته ناست یم له سیتاره سره د کتاب ګڼ شمیر غزلونو او نورو شعرونو کې په یو ډول نه یو ډول د هېواد روانو ناخوالو ته اشاره شوې ده،نو ماهم دا برخه،چې زموږ د ټولو ژوند ګواښوي را اخیستې او غواړم چې يو په بل پسې يې تاسو ته وړاندې کړم .

سعید زابلی پر افغان وطن د پښتون خونه ورانه نه شي لیدلی ، د پښتنو دا روان حالات يې سخت ځوروي او د خپلو خلکو او هېواد سره بې کچې مینې زابلی دومره پخپل ځان کې رانغاړلی دی، چې د دنیا ښایست او ښکلا پخپل کلي او کور کې وینې او پرته له هغې نړۍ ورته بدرنګه ښکاري .

خونه د پښتون چې په کې لویه خدایه ړنګه ده

دا دنیا دې اور واخلي او دا دنیا بدرنګه ده

زابلی اشنا یو له هغه ځوانانو څخه دی، چې له ماشوموالی بیا تر ځوانې پورې يې، پرته له جګړې،ویر،ژړا او غم  څخه بل څه نه دي لیدلي، نور د هر هېوادوال په څېر په افغان خاوره کې له نا خوالو، کړاوونو، ورانیو، ویجاړیواو کډوالیو ستړی شوی دی. د خپل ټپي ټپي وطن پرهارونو ته نشي کتلای او ددې ټولو نادودو پر وړاندې د خپل ولس چوپتیا ورته پوښتنې پیدا کړي او دې ته يې هڅوي، چې په یووالي او پیوستون سره نور وینې بهېدو ته د پای ټکی کیږدي او د هر جګړه مار په وړاندې خپل اواز پورته کړي .

ولې ویني ویني کندهار او پېښور زموږ

ولې مو دجبر زمانې ته ژبه ګونګه ده

څوبه انقلاب وي او تر څو به ورور وژنه وي

دا جنتي سیمه او تبا تبا له جنګه ده

دا چې د جګړو په دې لمبو او لوګیو کې د پښتون د خونې ترڅنګ د پښتون جومات ، مدرسه او ښوونځي هم سوځیدلي او وران شوي، نو زموږ دا شاعر هم په یوه جومات کې چاودنه په دې ډول انځوروي .

بیا ددرنې چاودنې ږغ له سپین جوماته راغی

خدایه قران دې پاڼې پاڼې په مینار ځړیږي

دلته شاعر کله چې په ړندو بمباریو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې د خپل مظلوم هېوادوال غوښې ټوټې ټوټي په هر ځای کې ګوري، نو د خپل کوزده شوي ځوان او کوزده شوې پیغلې په واده او هیلو ته د هغوی په رسیدو بې باوره دی، ځکه چې په تېرو څو کلونو کې موږ د همداسې زړه دردونکو پېښو شاهدان ؤ. زموږ ډېری ځوانان او خویندې د واده په جامو کې په سرو وینو ولمبېدلې او منزل ته له رسېدو مخکي يې د هیلو غوټۍ خزان شوې. سعید زبلي چې دا حالات پخپلو سترګو لیدلي سوچ او فکر ته يې نه دی پریښی سمدلاسه يې دا حالات خورا په ماهرانه ډول داسې انځور کړي، چې لوستونکي د پیښې ځای ته له ځان سره بیايی لکه په دې لاندې بیتونو کې .

سعیده وروسته له چاودنې څخه

تشې خولۍ، سپڅلۍ کالي وشمېرو

چې بې بمباره تر خپل کوره راشي

دغه واده به بیا ښادي وشمېرو

خو زابلی اشنا دې ته حیران دی، چې په دې دومره جګړو ، چاودنو او بیلا بیلو فتواګانو کې لا هم پښتون ژوندی دی ، خاندي او هغه د چا خبره چې په غمونو کې مستانه ګرځي او دې دومره ګڼو ستونزو ته ځان نه تسلیموي د ټولو ناخوالو سره لاس او پنجې ګرموي او لا هم د بري هڅې کوي .

وخته زه بلا کوم ژوندی یمه

ستا په پرهرونو کې موسکی یمه

دومره فتواګانو کې او دا ژوندون

دامنم رښتیا چې لېونی یمه

ستوروته ناست یم له سیتاره سره د شعري ټولګې لیکوال ته د خپل ولس خاموشي سخت درد ورکوي، چې ولي دا هرڅه ظلم او ستم په پټه خوله پرځان زغمي ، ولې خپل ږغ نه پورته کوي، ترڅو ديو ژوندي ولس په څېرله دې ناوړه حالت څخه ځان راوباسي، لیکوال خپل ولس ویښتیا او بیدارۍ ته هڅوي، هیله څرګندوي،چې د خپل ګلورین هېواد د ورانیو او ویجاړیو ننداره مه کوئ دا هېواد ستاسو په مټو ابادیدلی شي .

داسې ولس به څه ژوندی وي چې ګوښې ته ناست وي

په ګل وطن چې د لمبو ونندارې ته ناست وي

 همداراز شاعر وايي چې د پښتون په کور لېوان ګډ دي خو پښتون لا ویده دی او په ځان نه دی خبر .

وخت د لېوه غوندې په نیمه شپه ورګډ په کاله

ګوره پښتون ته څنګه غرق خانه خراب وېده دی

په دې مالت کې مې ونه لېدله نښه د ژوند

دلته رباب دلته ګودر دلته محراب وېده دی

خو سعید زابلي په خپلو شعرونو کې یوازې ولس نه، بلکي د ولس مشران هم پړه بولي چې ولې پخپل عیش او نوش کې ډوب دي او ددې خوار ولس په غم کې ځان نه شریکوي.لیکوال خپل ولس سادګان بولي، چې د مشرانو په خوږو خوږو خبرو تېروځي ولې له حقیقت څخه نه وي خبر او پدې خفه دی چې ولس هغه کسان خپل مشران کړي، چې همدوی يې چور کړي او همدوی يې وژلي دی ..

دا مساوات دی چې مشر وي شرابو کې غرق

غریب ولس دی وږی تږی دروازې ته ناست وي

یا دا چې :

وطن خو کار غواړي ولسه، ستا د وخت مشران

ماڼۍ يې دنګې دي دواک تش تر خطابه پورې

یا دا چې:

دننګ ناموس چې چا لوټمار کړی دی

موږ پر هغو خلکو اعتبارکړی دی

شاعر مشر هغه مشر بولي، چې خپل ولس خپل زړه ته رانیږدې کړي ، دخپل ولس په غم غمجن او په ښادۍ يې ښاد شي. ځان د خپل ولس خادم وبولي، د خلکو له اړتیاوو خبروي، د ولس له منځه را پا څېدلی وي او په خپل خدمت سره د دوی په زړونو کې ځان ته ځای جوړ کړي .

چاچې ولس سره په غم کې خواخوږي کړې ده

زموږ په زړونو يې بې تاجه باچاهي کړې ده

چې د ځان ګټې کړي قربان د خپل ولس له ګټو

بې شکه دې سړي په حقه سرداري کړې ده

له دې څخه د شاعر موخه دا ده  که څوک غواړي،چې په حقیقت کې د خلکو مشري په غاړه واخلي نوخپل ولس ته دې خدمت وکړي ، هغوی ته دې ددروغو ژمنې نه ورکوي ، یوازې دې د خپلو سیاسي موخو او واک ته د رسیدو لپاره نه استعمالوي، بلکې په صادقانه ډول دې د خپل ولس سره ودریږي ، کار ورته وکړي، ستونزې يې حل کړي او له دې روانو ناخوالو څخه يې د تل لپاره ژغوري، چې په دې سره به يې هم خلک خوشحاله کړي وي، هم به يې د تل لپاره د خپل ولس په زړونو کې ځای پیدا کړی وي او هم به يې په تاریخ کې په زرینو کرښو نوم لیکل شوی وي .

زموږ دا شاعر هم د نورو ټولو افغانانو په څېر نور له دې ناخوالو څخه ستړی شوی دی او دې هم د یوه سوله ییز او هوسا ژوند په لټه کې دی، نو ځکه د جګړې له ښکیلو ډلو څخه هیله کوي،چې جګړه د حل لاره نه ده. راځئ چې هغه ژوند ته مخه کړو،چې زموږ ټولو خیر او ښېګڼه پکې وي. د سولې، امن، ورورولۍ او پخلاینې ږغ کوي داسې وايې، چې دین مو یو،مذهب مو یو، جومات مو یو امام مو یو نو پر څه لا سره وران یو .

د چینې رڼې اوبه د ونو سیوري

دمحراب ومخ ته لپې دعاګانې

زما او ستا د ژوندون ګډه فلسفه ده

نو بیا ولې سره وران یو

پرتندي مو دي را شنې د نفرت کرښې

دا کیدای شي چې لمر یواځې ستا شي ؟

یا دې زه لمنه ډکه کړم له ستورو ؟

راشه بېرته غېږه راکړه چې پخلا شو

د سعید زابلي په دې شعري ټولګې کې ډېر نور دې ته ورته شعرونه شته، چې له هر تورې څخه يې معلومیږي،چې د خپل ولس پر بد حالت يې له زړه سرې وینې څاڅي. موږ دلته له دې شعرونو څخه تاسو ته یوازې همدا یو څو شعرونه را واخیستل، تر څو تاسو له دې ښکلي شعري ټولګې څخه خبر کړو.

 په دې هيله، چې د زابلي اشنا تر څنګ د ټولو هېوادوالو د سولې،امن او پخلاینې هیله نوره پوره شي او  زموږ خلک له جګړو نه لېري د امن په فضا کې په ورورۍ سره ژوند وکړي. د زابلي اشنا پر قلم دې نور هم برکت شي د ښه اوږد ژوند او غښتلې شاعرې په هیله يې .

په درنښت

جاوید احمد وفا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *