اراکوزیا راډیو او میدیوتیک افغانستان د کیسو شپه جوړه کړه .
دغه دواړه فرهنګي بنسټونه سه شنبه ماښام په کابل د لسګونه کیسه لیکوالو کوربانه ول .
د پروګرام په سر کې د اراکوزیا راډیو مسوول اجمل تورمان میلمنو ته ښه راغلاست ووایه .
ښاغلي تورمان په خپلو خبرو کې وویل چې دی خپله کیسه نه لیکي ځکه مشرانو له تیورۍ وېرولی دی.
خو له ځوانانو یې وغوښتل چې دا لیکه هم پیاوړې او نویو مسایلو ته په کې ځای ورکړي.
ورپسې د میدیوتیک افغانستان په استازیتوب افغان لیکوال او ژورنالیست عبدالغني هاشمي خبرې وکړې او د نظم تر څنګ یې د نثر لپاره هم کار کول اړین وبلل .
د ښاغلي هاشمي په وینا په پشتو ادب کې د نظم په پرتله نثر ته کم کار شوی دی.
دغه شان کیسه لیکوال نصیر احمد احمدي د کیسه لیکلو په بیلابیلو اړخونو خبرې وکړې او په ځانګړې ډول یې په کیسه کې د سوژې یا موضوع په اړه رڼا واچوله .
ورپسې ښاغلي ډاکټر محب الله زغم ، همایون هیواد ، نصیر احمد احمدي ، سعید زابلي ، نورګل شفق ، میر احمد یاد، ومان نیاری، حبیب وقاراو مجیب الرحمن محمودي خپلې کیسې واورولې.
غونډه افغان کیسه لیکوال او شاعر استاد علم ګل سحر و ارزوله او د اراکوزیا راډیو د دغه نوښت ستاینه یې وکړه.
یاده دې وي چې په غونده کې لیکوالو د اتڼ ملي دود هم ووپاللو.