ته ستوری وې تا د اسمان په ټولو کنارو چکرې وهلې، تا د شپې د ځمکې ټول تیاره اړخونه لیدل، تا دسپوږمۍ په غېږه کې شپې روڼولې. تا د مزدور خولې ندې لیدلي چې د اوړي په اوږدو او له سختې ګرمۍ نه په ډکو ورځو کې یې د مینې له فرمان نه سر نشو غړولی، هغې خوراک او څښاک نه کاوه، یواځې د خپل یار ښکلی نوم یې پر ژبه جاري و.
خو د کور د وړو بچیانو حال یې هم له سترګو نه لرې کیده، په ټکنده غرمه کې يې د سترګو نازولي کور ته د خوب تنکي او ګل رخه میلمانه نه راوستل.
هغه به وجود کې بلا زخمونه درلودل خو د همت قوه یې دومره چټکه وه چې خپل کار یې په بې صبرۍ سره کاوه.
هغې ته تا مینه نه وه ورکړي، هغې د ستړیا له امله ستا نوراني صورت نشو لیدلی، خو هغې تل دا ارمان په سینه کې ګرځاو.
کاش !
چې زه هم د یو چا د زړه د کوچني اسمان رنګین او مینه لیدونکی ستوری وای.
12/5/1016