تاند (چهارشنبه، د حمل ۲۷مه) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ له طالبانو وغوښتل چې له امریکا سره د سولې موافقه رعایت کړي او د هغې پر اساس تشدد کم کړي.
د ناټو سرمنشي نن (چهارشنبه) په یوه ټویټ کې لیکلي «موږ پر طالبانو ږغ کوو چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره د تاوتریخوالي د کمولو او له افغانانو سره د سولې خبرو ته د کښېناستو په اړه د سولې د موافقې درناوی وکړي…»
سرمنشي دغه راز ویلي «دا هم مهمه ده چې د هغو سیاسي ستونزو غم وخوړل شي چې د حکومت په خوا کې یې وینو. موږ ته یووالی پکار دی.»
د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شوه چې پر اساس یې باید د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د مارچ په ۱۰ نېټه خبرې پیل شوې وای خو دا دی له ټاکل شوې نېټې یوه میاشت او ۵ ورځې تېرېږي مګر داسې هیڅ نښه نه ښکاري چې دواړه خواوې به په لنډ راتلونکي وخت کې خبرې پیل کړي.
طالبان وايي چې امریکا ورسره موافقه کړې چې ۵ زره بندیان به یې خوشي کېږي خو د افغانستان حکومت حاضر نه دی چې ۵ زره طالب بندیان خوشي کړي. د افغانستان حکومت پتېیلې ده چې ۱۵۰۰ طالب بندیان په تدریجي ډول خوشي کړي.