تاند- د ناټو سرمنشي وايي، د افغانستان د سولې په اړه د امریکا پر هلوځلو به د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې بحث وشي.
سرمنشي ینس ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې په بروکسل کې وویل چې په افغانستان کې د امریکا د سولې پر هڅو به د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبرې وشي.
«د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د تروریزم پر ضد د ناټو پر رول او په افغانستان کې یوې سیاسي موافقې ته د رسېدو لپاره د امریکا پر هلوځلو هم خبرې وکړي.»
د ناټو سرمنشي دا څرګندونې داسې وخت وکړې چې پرون /دوشنبه/ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو سره وکتل. ده په قطر کې له طالبانو سره د خپلو وروستیو خبرو جزییات له هغوی سره شریک کړل.
د ناټو سرمنشي ښاغلي ستولتنبرګ د زلمي خلیلزاد هلوځلو ته په اشارې وویل«سفیر خلیلزاد تازه تېره اوونۍ په ناټو کې له متحدانو سره د څلورم ځل لپاره سلامشورې وکړې. او زموږ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندانان، او په کابل کې د ناټو جګپوړی ملکي استازی له سفیر خلیلزاد سره له نژدې همږغي کوي.»
ده زیاته کړه«موږ په افغانستان کې په ګډه دېره یوو او هلته به د خپل حضور په اړه په ګډه پرېکړه کوو.»
ټاکل شوې ده چې خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره بل پړاو خبرې پیل کړي.