د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ

تاند- د ناټو سرمنشي نن /سې شنبه/ وویل، د دې تړون غړي هیوادونه غواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو له روزنې سره د مرستې لپاره افغانستان ته ۳ زره نور سرتېري ولېږي چې نیمايي به یې د امریکا وي.

د ده په وینا نیمايي نور به د ناټو د ۲۸ غړیو وي.

ینس ستولتنبرګ وویل، حاضردمه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ټولو ځواکونو شمېر شاوخوا ۱۳ زره دی، چې د نورو ځواکونو له استولو سره به ۱۶ زرو ته ورسېږي.

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې دا پوځیان به په جنګي عملیاتو کې برخه وانخلي او یوازې به افغان ځواکونه؛ په ځانګړي ډول خاص پوځیان روزي او مرسته به ورسره کوي.

د افغانستان ولسمشر تېره میاشت اعلان وکړ چې د ځانګړو ځواکونو شمېر به زیات کړي او قول اردو ته به ورسول شي.

خاص ځواکونو په روانه جګړه کې اغېزمن رول لوبولی دی.

د ناټو دفاع وزیران به نن او سبا په خپله غونډه کې اعلان وکړي چې افغانستان ته ځواکونه لېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *