تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، په افغانستان کې د ناټو حضور د سر و مال تاوان لري خو دا تاوان هومره نه دی لکه څومره چې د ناټو ځواکونو د وتلو په صورت کې پېښېدای شي.
د ناټو سرمنشي دا خبره نن/دوشنبه/ په بروکسل کې د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې وکړه.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران سبا /سې شنبه/ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په ګډون پر بېلابېلو مسلو خبرې کوي.
ستولتنبرګ وویل«که ناټو او متحدان یې له افغانستانه ووځي، موږ باید دا ومنو چې طالبان بېرته راځي او بېلابېلې ډلې په افغانستان کې ځالې جوړوي.»
ده ومنله چې په افغانستان کې ننګونې زیاتې دي، خو ناټو باید یقیني کړي چې دا هیواد بیا د تروریستانو پر خوندي پناهځای نه بدلېږي.
د ناټو سرمنشي زیاته کړه،«په افغانستان کې د ناټو حضور د دې لپاره مهم دی چې دا هیواد بیا زموږ په هیوادونو کې د تروریستي حملو د پلانونې او تنظیم پر مرکز بدل نه شي.»
ده د داعش په اړه وویل، دا ډله په عراق او سوریه کې ځپل شوې او اجازه نه ورکول کېږي چې په افغانستان کې ځان ټینګ کړي.
د تاند نوې فیسبوکپاڼه لایک کړئ https://www.facebook.com/taandafg/)