یوازیتوب او پریښاني

نن بیخې ستړی معلومیده، تر نیمې شپې په کارکې و.
له لمرڅرک سره سم په پخلنځي کې ناست و. یخ یې کیده. د کافي پیاله یې په غبرګو لاسو کې ټینګه نیولي وه. تر کړکۍ یې دباندي په ځیر کتل.
میرمن یې په لیدو حیرانه سوه، له سلام وروسته یې و پوښته:
ــ سړیه! څرنګه داسي وختي بیا ناست یې، هغه هم په در یشي کې،
ډیر چرتي مالومیږي، خیریت خو به وي؟
ــ پر اتو بجو یې ورغوښتی یم، یوه ملګرې مې وعده کړي اوس راځي، ویل یې ترجماني به دې وکړم.
ــ چا ورغوښتی یې؟
ــ مهم کس دی، بیا درته وایم.
ــ ځه، ته وا د ملک باچا غوښتی يې! خو اوس راته ووایه، اندیښنه مې سوه.
جنرال له ځایه پورته سو، مخ يې د ورسۍ خواته واړاوه، سوړ اسویلی یې وکیښ، ویې ویل:
پرون سوسیال سکرټري مسیج را استولی و، ګومان کوم د تورکار مې چا ورته ویلي.
ــ وئ، بیخ دي وخیزي، دا شیطان څراغ له کومه راپیښ سو،
نو د څه لپاره دي بیا دا نوي دریشي اغوستي؟
و ښځي، آخیر د یوه ملک جنرال یم، منظم باید ورسم
ــ نو ګټه یې څه ده؟
ــ تر څو محتاج تر پام ورنه سم او د جاروکښي خبره بابیزه ورته وښيم

– وښ لویه خدایه! زه خو وایم؛ که همداسي دي وویني، دا څو روپۍ زکوم سوسیال را باندي یو مخ ونه دروي
ــ هاغه دی راغی، راباندي نا وخته کیږي، توکل په رب

ستاکهلم ۴/۷/۲۰۱۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *