لنډیز او را اخیستنه: انجنیر رسول امین (سلطاني)
ستونزه دې ښکل کړه (Kiss that Frog) کتاب لکه څنګه چې له نوم څخه یې ښکاری همداسی نااشنا او هیښونکی رازونه په خپل ځان کی لري. دا کتاب (Brian Tracy) او (Christina Tracy Stein) په ۲۰۱۲ کال کی لیکلی په امازون ویپپاڼه کی یې سافټ بڼه په ۲.۲۲ او فزیکی بڼه یی په ۱۳.۳۹ ډالره پلورل کیږی په ۱۶۸ پاڼو کی را ټول شوی چ محمود سعید په ښکلی ډول سره خوږی پښتو ژبی ته ژباړلی!
په دي کتاب کی ۱۲ داسي لاري چاري ښودل شوی چ د ژوندانه په هر اړخ کښي که هغه د محصلی، سوداګری، د ډلی مشری او په هره سطحه ژوند وی د منفی فکرونو او سوچونو په مثبتو اړولو سره مرسته کوی، هغه منفی فکرونه چ له کلونو مو په کوپړی کی زیرمه شوی څنګه یی کولی شو چ له ذهن او فکر یی وباسو، روحی ارامتیا تر لاسه کړو او ښه ژوند ولرو!
دلته ما په کتاب کی د ذکر شویو نامتو شخصیتونو د ژوندانه هغه سپارښتنی او لارښوونی راخیستی چ د ژوندانه په جوړولو کی څومره رول او کردار لوبولی شي!
نامتو شخص ناپلیون بناپارت Napoleon Bonaparte وایی: وړي هیلي مه کوی، یوازي ستري هیلي دي چي د بشر د ذهن خوځولو وړتیا لري. ارواپوهان د لوړي اغیزمنتیا لرونکی او ځان پاری کس دا ډول تعریفوي: هغوي په رښتینی ډول خوښ، له خپلی نړی سره سوله ییز، په ځان باوري، مثبت، شخصیت لرونکی، شکر کښونکی او انرژی لرونکی دي.
داسی کسان له خپل باالقوه پوتنشیل نه رضایت لري او به ټولیز ډول د ژوند په اړه فوق العاده احساس لري. په ريښتیني ډول په خوښ او راضی کس د بدلیدلو لپاره باید له ایډیال کس نه په روښانه تعریف چي غواړي واوسی او غوره ژوند چي غواړی ویی لری پیل وکړی. بل ځای
سیمون جانسون ‘’Simon Johnson’’ وايي: هر څوک د ژوندانه په پای کی یو حقیقت زده کوي: چي وګړي بدلو نه مومي. د وګړو شخصیت او چلند د ۱۷ یا ۱۸ کلنی په شاوخوا کی ثابت او کلکیږي او نږدي د ژوند تر پایه بی بدلونه پاته کیږي نو له همدي کبله د نورو د بلون لپاره هڅه تل په ناهیلی پای ته رسیږی.
کله چي وینم په ما کي حتا د وړو څیزونو بدلون څومره سخت دی، د تل لپاره په نورو کی د هر څه له بدلون نه ناهیلی کیږم. دا په دی مانان نه ده چی کسان نه شی کولای نو مهارتونه او وړتیاوی تر لاسه کړی او په داسی کس بدل چي دوی یی توان لري، خو د بدلون لپاره د ریښتینی لیوالتیا نه شتو او لږ هڅه د پام وړ بدلون نه رامینځ ته کوي.
اصلی خبره دا ده چی هیڅ کله نه باید خپله خوښی او سوکالی د هغی هیلی او تمی قربانی نه کړی چی وغواړی یو کس له هغه څه څخه چی تل وو، په بل کس واړوی کوم چی ستاسی لپاره وړ دی.
اکهارت ټول ‘’Eckhart Tolle’’ په خپل کتاب ‘’The Power of Now’’ یا (د حال ځواک) کی په اوس شیبه کی د شتون او ارزښت په اړه خبري کوي، هغه روښانوي چی کله چي پخوا انځوروو، د خواشینی احساس کوو او کله چی ډیر وخت د راتلونکی لپاره اندیښمن شو، بی ځایه سرخوږی جوړوو.
ستونزه له راتلونکی سره اړه لري، ستونره هغه مسله ده چی کولی شی په اړه یی څه ترسره کړی او په دي برخه کي خپلی وړتیاوي د بدلي پایلي ترلاسه کوولو لپاره متمرکزي کړی. له راتلونکی سره ستونزه ستاسی په لاسونو کی ده او ترلاسه کیدونکی پایلی په اوس وخت کی ستاسی له کړنو سره اړه لري.
آین رنډ ‘’Ayn Rand’’ خپله د جامداتو فلسفه دا ډول بیانوي: حقیقت د نړی برخه ده. نو بیا ستونزه څه ده؟ ستونزه هغه څه ده چی کولی شی د هغی لپاره کوم کار ترسره کړی. هغه هدف چی نه وي ترلاسه شوی، نا حل شوی ستونزه بلل کیږي. ستاسی په وړاندي هر خنډ، نه حل شوی ستونزه ده. ځکه نو څومره چی کولای شی خپلی وړتیاوي د ستونزو په حل او هدفونو ته په رسیدو متمرکزی کړی. ستونزی هغه خنډونه دي چی د ژوندانه په اوږدو کی وغواړی یا نه ورسره مخ کیږی. حقیقت دا دی چی ډیر هغه واقعیتونه چی موږ خواشینی کوي له تیر وخت سره تړلی دی. هغه څه چی په تیر وخت کی رامینځ ته شوی، واقعیت دی او د بدلون وړ نه دی. په دي موضوع پوهیدل ډیر مهم دی. ډیر کسان په اوس شیبه کی اندښمن او خواشینی دی ځکه هغه څه چي دوی یی پخوا هیله درلوده نه دي رامینځ ته شوي. خو په پخوا کی د هغو رامینځ ته کیدل یا نه رامینځ ته کیدل اوس یو نه بدلیدونکی واقعیت دی. چی د واقعیتونو لپاره خواشینی کیدل هیڅ ګټه نه لري
سټیفن کاوي ‘’Stephen Covey’’ په خپل کتاب ( د ډیرو اغیزناکو کسانو اووه عادتونهThe 7 Habits of Highly Effective people) کی لیکي: لومړی د درک کولو په لټه کی شی. وروسته د درک کیدلو لټون وکړي له هر ډول قضاوت یا پایلی اخستني وړاندي د حالت په روښانه درک کولو تمرکز وکړی. د نه منلو په ځای منل، د تیښتی په ځای مقابله کول او د څینګښی د رنګ ښودنی په ځای له هغی سره مخامخ کیدل د اغیزناکو کسانو نښی دي.
په سخت حالت کی د تر ټولو بدو انګیرنو، فکرونو او یا غمیزی جوړولو لور ته له لیوالتیا ډډه وکړی. ډیر کم داسی پیښیږي چی شرایط هومره بد وی لکه څنګه چي لومړی ښکاري. د هر حالت د څیړنی او ارزونی او د خپل ځان د کنټرول او آرامی کلی دا ده چی پوښتنو کولو او مالوماتو راټولولو ته دوام ورکړی. کله نا کله هغه څه چي ستونزه یا ستر خنډ ښکاری، هومره ستر او سخت نه وي. په معمول ډول هغه څه چي په لومړیو کی ستونزمن ښکاري د بدلون رامینځ ته کولو لپاره یو فرصت دی کومه چی پټه پیرزوینه بلل کیږي.
سمایلی بلنټن ‘’Smily Blanton’’ لیکي: چي مونږ په ټول ژوند کی هغه وخت تر ټولو ستره بریا او شونی سوکالي ترلاسه کولی شو چي له خپلو فطري وړتیاوو نهایی ګټه واخلو. په ژوند کی ستاسي هدف خوښ اوسیدل دي، خوښي او ذهني هوساینه د انسان تر ټولو ستره پانګه او د ټولو ځاني چلندونو وروستی موخه ده. د ځان دننه خوښی ته د رسیدلو لپاره ستاسی وړتیا، د یوه انسان په توګه د بریا د کچي رښتینی معیار دی.
ښه خبر دا دی چی د ژوند به ټولو اړخونو کی ستاسي لپاره کله هم د نن په کچه د رضایت او خوښی شونتیا نه وه. په وروستیو څو کلونو کی له ټول هغه څه چي مخکی پوهیدی په خوښی او نورو برخو کی د انسان د مغز د اغیز په اړه ډیر پوهیږو.
د آشتیځ ‘’Ashtex’’د قرارګاه پاته شوي بندي ویکتور فرانکلن ‘’Victor Franklin’’ وايي: د بشر د آزادی وروستی درجه د چاپیریال د شرایطو له پام کي نیولو پرته، په خپل چلند کی د آزادی ټاکنه ده. ځکه نو ستاسی تمرکز باید یوازی د هر ډول منفی احساساتو په له مینځه وړلو وي له نیکه مرغه کولی شو منفی احساسات د یو لړ ثابتو شوو کړنو او تخنیکونو په مرسته له منځه یوسو کوم چي له هغو ډیر یوازی په څو ثانیو کي پلی کیدای شی.
دانیال ګلمن ‘’Danial Goleman’’ په هیجاني هوښ کتاب کی د هیجان واورین غونډاري په نوم د یوه جریان په اړه وايي چي منفی احساسات له لږو پیل کیږی خو هر څومره چی هغو ته پاملرنه کوي او انرژی ورکوي، هماغومره ستریږی (لوییږی) هوډ وکړی چی د مثبتو فکرونو او احساساتو په اړه فکر وکړی او منفی احساسات له منځه یوسی په یاد ولری چی تاسی خپل فکرونه خپله کنټرولوی.
په پښتنی مینه