په دیارلس سوه نهه اتیایم کال کي کله چي ، نوي استازي ، ولسي جرګې ته راغلل ، نو ورسره سم د خلکو د استازو دا کور دجنجالونو ، فساد ، ښکنځلو اود بوتلونو د بریدونو مرکزسو.
ځکه یوشمېريې په پاکو رایو ، ځیني يې ، په درغلیو ، ځيني يې دپیسوپه زور د ولسي جرګې انګړته داخل سوې ول .
څلورپنځه دورې يې ترخپل منځ ټاکني وسوې ، چي دریاست لپاره يې سم انتخاب نسوای کولای .
نږدې درې کاله کیږي ، چي ولسي جرګه بوخته ده ، خوپرته له جنجاله اوبي ځایه وخت تېرولو يې بل څه نه ترسترګوکیږي .
لندن اوپاکستان دافغانستان پرتجزیه کولوبوخت دي ، دوی ددانشګا اوپوهنتون پرسرټوله ورځ په پوچوخبرو او ښکنځلوتېره کړي .
دبريښنا وزیر اسماعیل خان ، له ډېري مودي راهیسي ملت تېرباسي ، خوولسي جرګې يې په وړاندي هیڅ غبرګون ونه ښوده .
ښه مي په یاد دي ، کله چي تورن اسماعیل خان هلمندته راغلی ، له خبریالانوسره يې ژمنه وکړه ،چي په ډيره لنډه موده کي به دکجکي پردریم توربین کارپیل کړي ، اودکندهار اولښکرګاښارلپاره به وارداتي برېښنابرابره کړي ،خوداهرڅه له پیله تراوسه درواغ وختل ، دغسي نوردرواغونه يې دنورو ولایاتوخلکوته هم ویلي.
دولسي جرګې غړو یوه ورځ چيغي وهلې ، چي ددفاع اوکورنیوچارو وزیران دي استیضاح سي ، ځکه ددوی په باورښه کارنسي کولای اوپرکونړپاکستاني بریدونوته يې سم ځواب ندی ویلی.
خوموږ ولیدل ، چي دبسم الله خان څخه يوه ورځ دباور رایه واخیستل سوه ، خودابله ورځ بیا دهمدې وکیلانو په رایو ددفاع وزیر سو، اوپه یوه ورځ سم تکړه سړی سو.
ملت پوهیږي ، چي استازويې دافغانستان په خاطر داکار وکړ، که دخپلي صدرۍ د ډکېدوپه خاطر.
دولسي جرګې دیوه وکیل عبدالرحیم ایوبي څخه دازادۍ راډیو خبریال جان اقا الکوزي همداپوښتنه مطرح کړه چي ، دولسي جرګې دیوشمېرغړود فساد په اړه اسناد اوشواهد لري ، اوولي يې نه ښکارکوي .
نوموړی يې په ځواب کي وویل “زه به اسناد ښکاره کړم ، څوک سته چي ، هغوی محکمې ته يې کش کړي “
رښتیاهم ، داداري فسادپرضد ادارې رسنیوته څو واره ویلي ، چي خوراډېراسناد يې لوی څارونوالۍ ته استولي ، هلته پرخپل مخ ورک سوې دي .
ایوبي په همدې ورځ داهم وویل : “چي د ملي شورا په تشنابوکي ، دوزیرانوداستیضاح په ورځ وکیلانو ته پیسې وېشل کیږي”
د ایوبي دي دمورشيدې سي ، لږترلږه ، خويې خپل مسئولیت ادا کړ، هرڅه يې ملت ته په ډاګه کړه ، ملت څه خبردی ، چي ولسي جرګه ددوی دستونزوپرحل لګیاده ، که په تشنابونوکي پیسې اخلې .
د (۱۳۹۱-۱۰-۲۶نيټه دیوولسو وزیرانو استیضاح په لفظي شخړوبدرګه کېدل ، چي بلاخره حميدزي لالي اومجیدي یودبل ګریوانو ته لاس واچاوه .
جنجال په دې رامنځ ته سو، چې ولسي جرګه لومړی پر کلنۍ بودجې بحث وکړي او که نه ، د یوولسو وزیرانو د استیضاح پر مسالې بحثونو ته دوام ورکړي.
خودهرات استازي مجیدي دنربچي رسنیوته پرته له شرمه وویل ، چي ده اوحمیدزي لالي جنګ وکړ، مګرڅوک پکښې ټپي سوی نه دی .
له خپل یوه پخواني اشنای مي ، چي اوس ، په ولسي جرګه کي دهلمنددخلکواستازی دی ، پوښتنه وکړه چي ، تاسي ولي پرهسي خوشي خبرو خپل وخت تېروی ، دا اوس ، اوس بریتانیا اوپاکستان دافغانستان پرتجزيه کولوبوخته ده . ولسمشرناري وهي ،چي ځيني ګاونډیان يې هیواد دملکي الطوايفي پرلوري بیايې مګرتاسي تراوسه هیڅ غبرګون ندی ښودلی .
خو دولسي جرګې دې غړي ته خورا قهرورغلی ، دستي يې راغبرګه کړه ، ته لاتراوسه دهلمندپه کچه ژورنالیست يې په دې غټو خبروکار مه لره .
هغه ته ځان بېخي غټ سړی مالومېدی ، پداسي حال کي چي داډول وکیلانو دوخته لا دملت پروړاندي خپل باور له لاسه ورکړی ، اولس ، تردې حاله رسیدلی ، چي ځني وکیلان بیخي پرانسانانو شمېري نه .
په ولسي جرګه کي دهلمنددخلکوله یوه بل استازی مي پوښتنه وکړه چي ، دنورو ولایاتواستازي پرټلویزیون را ښکاره کیږی ، یوڅه وايې يا ښه یا بد ، دا تاسي خو په خدای که هیڅ ږغ کوی ، داولي ؟
زموږ خلک ستونزي نه لري ، که څنګه ؟
دولسي جرګې محترم وکیل په ځواب کي راته وویل ،”یاره پیسې بې له خبرواومېډیا هم پیداکیږي ، څه اړتیالرو، چي خبري وکړو او هسي خوشي پرمېډيا راښکاره سو”
کله چي ولسمشر کرزی ډنمارک ته دستراتېژیک تړو دلاسلیک لپاره په سفر تللی وو، نو هلته يې له مېشتو افغانانو سره لیدنه کتنه لرل ، چي دملي تلویزیون څخه په دوه ورځي ورسته نشرېدل .
پدې کتنه کي دناوې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي چي دمګړی په ډنمارک کي هستوګن دی ، ولسمشرته شکایت وکړ، چي دهلمند ریاستونه دولسي جرګې وکیلانویوپربله ویشلې دي ، اوهرریاست په ولسي جرګه کي خپل سړي ته دپیداکېدونکو پیسوبرخه ورکوي .
دحضرت عمر زاخیلوال له کيسې خو، ټول ملت خبرسو ، په هغه ورځ چي دی يې ایستېضاح ته وربللی وو.
مګرددې پرځای چي زاخیلوال استېضاح سي ، پنځه وکیلان يې په شرمونو وشرمول.
زاخیلوال هلته دځینو ښاغلو وکیلانو په اړه ډېري سپیني خبري وکړي ، چي دده په باور یوه دشرابو کارو بارکاوه، بل يې دموټروناقانونه اسنادغوښتل ، اوچا وچا بیا د اوړو اوتیلوقاچاقبري کوله .
زاخیلوال هم سپینه ملایکه نه ده ، پرهغه هم ګڼ تورونه وو، چي د سیګار د موسسې د ادعا پر بنسټ د ۴۵ ملیونو ډالرو غلا ، د هیواد د عوایدو ۲۰ په سلو کی راکمیدل، ، یوې مخابراتي خصوصی شبکې ته د پیسو ورکونه ، د ټکسونو نه راټولول، د نړیوال بانک د ۲۵ ملیونو ډالرو ورکړې لادرکه کیدل ، د سګرټو پر وارداتو باندې د ټکسونو نه لوړول په لوړو عایداتي څوکیو باندې د خپلو خپلوانو ګمارل ، ولسي جرګې ته سپکاوی او همدا رنګه د اریانا د هوایي شرکت نه ناقانونه ګټه اخیستنه هغه تورونه دي چې د ولسي جرګی د غړو له خوا د مالیی پر وزیر ولګېدل .
خو وکیلان پدې ملامت بولم ، چي ولي لوی څارنوالۍ ته حاضرنه سول ، چي خپل ځواب ووايې اوداسپینه کړې ، چي رښتیاهم زاخیلوال یوازي پرهغوی تورددرواغو لګولی وو.
پرته له حميدزي لالي ، نور ټول وکیلان څارنوالي ته حاضرنه سول .
دنوري نړۍ ولسي جرګه دخلکو جرګه وي ، دخلکوپه خوله ږغیږي ، دصدرۍ دډکېدوغم نه وي ورسره ، خوزموږ ولسی جرګه کي یوشمېراستازي يوازي دخپل جیب د ډکولولپاره لګیاده .
ملت به له دې جرګې ته څه تمه ولري.
زموږ یوشمېروکیلان په پارلمان کي ناست وي ، اوپه عیني ترڅ کي يې دقاچاقبری کار روبار روان وي .
نړۍ دافغانستان پرسرنوشت لوبي کوي ، خوزموږ دولسي جرګې یوشمېروکيلان دایران په خاطر چغي وهي ، ځیني يې دپاکستان په ګټه ناري وهي ، څوک وايې له تذکرو دي دافغان نوم پاک سي قوم دې پکښې ولیکل سي .
هسي پربېکاره موضوعاتوبوخت دي .
لوی شرم دی .
دا اوس دولسي جرګې اکثره غړي پخپله خوله وايې ، چي ملت اوس پردوی باورنه لري .
زه فکرکوم چي ، دافغانستان خلک به نور دولسي جرګي په ټاکنوکي په لوی زړه کډون ونه کړي .
خلک ګرم دي .
ځکه دوی سم خلک ولسي جرګې ته نه دي انتخاب کړي .
که خلکو پرهیواد اوخاوري مین استازي دې جرګې ته پېژندلی وای ،نودټلویزیون پرسکرین به هره ورځ دبوتلونو واري اوجنګونه چانه لیدلای .
بلکه دهیواد دهري ستونزي په اړه به پروخت تصمیم نیول کیدلای .
په هرصورت داهیواد زموږ هیواد دی ، پکارداده چي ، بیاهم په ولسمشریزو ، ولايتي شورا او ولسي جرګې په انتخاباتوکي په پراخه کچه اولس ونډه واخلي ، خوپه انتخاب کي ، له سمتي ، قومي او ژبنۍ چارو تېرسو .
که ملت ښو خلکوته رایه ورکړي ، نوهغوی به دهیواد خلکو اوخاوري لپاره صادقانه خدمت وکړي ، کنه نو، ملت دي همداسي وچي شونډي ګرځي ، او وکیل دي په زري موټروکي دکابل دکوڅوچکرونه وهي .
رحیم مطمين هلمند