ژوند زما او ستا له خیال او فکر سره سم نه دی تنظیم شوی؛ نو ښه ده چې له بېځایه شرط اېښودو او په خالي لاس له نورو سره د ځان برابرولو خوبونه پرېږدئ او له همدغه محدود ژوند سره جوړجاړی وکړئ.
له نورو سره د ځان برابرولو ناروغي او ضد مو ژوند لا په کړاو کې کوي، نو ښه ده چې د انعطاف مننې له دود سره ځان عیار کړئ؛ خبرې نرمې کړئ او په ژوند کې بریاوو، پرمختګونو، ستونزو او کړاوونو ته ښه راغلاست ووایاست.
که تل فکر کوئ چې ټولې پېښې به مو په تاوان وي، نو په لوی لاس به مو د ځان لپاره ستونزې جوړې کړې وي. پر تاسو چې کومې پېښې راتلونکې هم دي، ښايي په ګټه مو وي. ستونزو ته ښه راغلاست ووایاست، له بېځایه ګیلو او مانو ځان وژغورئ، کله چې له ستونزو سره مخ کېږئ او په پوره بریا ترې ځان وباسئ، دا ستاسو لپاره په ژوند کې لویه بریا ده. له هرې رامنځته کېدونکې پېښې مننه وکړئ او پر وړاندې یې د سپر په توګه ودرېږئ.
له کومې پېښې سره چې مخ کېږئ، دغه جمله تکراروئ: «کېدای شي دا مې په خیر وي.» ټولې پېښې د خدای پاک په اراده رامنځته کېږي، په هره پېښه کې د خدای پاک حکمت نغښتی دی، نو دومره جدي یې مه نیسه؛ ځکه انسان هغه موجود دی چې د هر ډول ستونزو د زغملو وړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *