ډاکتر محب زغم

ب) په خصوصي پوهنتونونو کې: خصوصي پوهنتونونه مو پر هغو ستونزو سربېره چې په دولتي هغو کې شته، نورې ستونزې هم لري.

یو، ټیټه سویه: په اکثرو خصوصي پوهنتونونو کې د ټیټې سویې شاګردان په ډېرې اسانۍ سره هر پوهنځي ته چې وغواړي ورتلی شي. دغه پوهنتونونه معمولاً محصل ځکه نه ناکاموي چې بیا یې فیس له لاسه ووځي. اکثره نرسان او معاون ډاکتران چې علمي سویه یې تر نرسنګ هم کښته وي، هلته طب لولي. که حالات همدغسې روان وي، شل کاله وروسته به په وطن کې نرس پیدا نه شي، ټول به ډاکتران وي.

حل لاره: د لوړو زده کړو وزارت دې د ازموینو کمیټه جوړه کړي چې د ټولو خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینې وڅاري. د ټولو خصوصي پوهنتونونو د هر سمسټر ازموینې دې یو ځای د همدې کمیټې له خوا واخیستل شي او پارچې دې هم د دوی له خوا یا د دوی تر مستقیمې څارنې لاندې وکتل شي. که دا کار ناشونی وي نو د دې پوهنتونونو له فارغانو دې دولتي ازموینه خامخا واخلي او چې هرڅوک په دې ازموینه کې ناکام شو، د فراغت سند دې ورنه کړل شي. دا مسأله دې په هغو مسلکونو کې چې د انسان له ژوند سره سروکار لري، باید لا جدي په پام کې ونیول شي.

دوه، فساد: داسې خصوصي پوهنتونونه شته چې «چوب خطي» محصلان لري، داسې محصلان چې یوازې فیس پرې کوي خو په درسونه کې بیخي نه وي، یا د ازموینې په ورځ کې حاضر شي یا هغه مهال هم غایب وي او بل سمسټر ته ارتقا وکړي. په ځینو خصوصي پوهنتونونو کې محصل راساً په دویم یا درېیم ټولګي کې شاملېږي او ویل کېږي چې ځینو ته هسې هوايي ډیپلومونه ورکول کېږي.

حل لاره: د لوړو زده کړو وزارت باید دا پوهنتونونه جدي وڅاري او وخت په وخت خپل پلټونکي ورولېږي چې د دوی اسناد وګوري.

د دې لړۍ درېمه برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *