حمایت ارمان

د ستي لغوي معنا پاکه او سپیڅلې ښځه ده. له ستي رواج او دود څخه د هندي ټولنې د تیارې او ظلم اړخ ښکاري دا دود د لرغوني او منځنيو پېړيو په هندوستان کې لیدلی شو.

د هندوانو د عقیدې پر اساس د میړه په مړینه د میرمن سوځولو ته ستي وایي. هغو هندوانو چې مړی به یې سوځاوه نه بلکې خښاوه، نو هغو به یې میرمن هم ژوندۍ ورسره خښوله، چې د ستي دود په ځای کړي. کله به چې د کوم سړي مړی ونه موندل شو یا به لرې و، نو د میړه یو استعمال شوي څیز سره به يې میرمن ژوندۍ سوځوله او دا رسم به یې پاللو. کومه میرمن چې به پخپله خوښه ستي کیدو ته تیاره وه، هغه به ډیره نیکه ګڼل کیده او هغې میرمنې ته به یې ستي دیوي یا ستي ماتا (ستي مور) ویل. دا غیر انساني دود د هندي ټولنې د نرواکۍ زېږنده و، ښځې به د سړيو په نسبت ښکته او سپکې ګڼل کیدې.

د ستي دود د پيل په اړه یوه افسانه شته؛ ویل کیږي چې ستي د بګوان شېو میرمن وه او هغې د پلار په خلاف چې د شېو سپکاوی یې کړی و خپل ځان له اوره ‌ډک قبر ته واچوه، خو په دې کیسه کې ستي خپله قربانې ورکړې وه او میړه یې شېو ژوندی و.

 دې تاریخي حقیقت یو بل رنګ په هندو ټولنه کې خپل کړ، چې میرمن به يې د میړه د مړي سوځولو ځای ته په زوره وروستله او اور به یې ورته اچوه.

د هندوستان په تاریخ کې د ستي ثبوت په کال ۵۱۰ ز شاوخوا کې په لاس راځي کله چې مهراجا بانو پرتاب د جنګ میدان ته ووت، نو ګوپ راج ورسره هم په لښکر کې شامل وو. چې ګوپ راج په جنګ کې مړ شو روسته له هغې یې میرمن خپل ځان د ميړه په اور کې قربان کړ. کله چې مغلو اسلامي حملې د هندوستان په سند، پنجاب او راجستان کې پيل کړې نو په هغه وخت کې د ستي په ځای به میرمنو جوهر کولو. جوهر د هندوانو په ځانګړي توګه د راجپوتو میرمنو په ډلیزه توګه اور کې ځان سیځل وو. او دا به یې هغه وخت کوو کله به چې د کوم راجا د ماتې خبر راورسید، دوئ به له دې ډاره چې یرغلګر يې خپلې وینځې نه کړې نو په ډلیزه توګه به يې جوهر کولو چې مشهوره پکې د راني پدامني یا پدماوتي جوهر دی. ویل کیږي کله چې په ۱۲ م پیړۍ کې علاوالدین خلجي په چیتوړ حمله وکړه او راجا راول رتن سینګ یې وواژه او قلعه ته ورداخلیده نو پدې وخت کې ۸۰۰ میرمنو ځانونه اور ته واچول  چې په هغوئ کې راني پدامني یا پدماوت هم شتون درلود.

 لرغوني هندي ادبیاتو کې لکه وید کې د ستي دود ذکر نشته خو وروسته په هندو ګرانتونو (مذهبي کتابونو) کې لکه پوراڼ کې د ستي ذکر شته. د دې دود او رسم اړیکه په اصلي شکل د اوچت ذات (لوړ مقام والا) برهمڼ او کشتري سره ده. په هندوستان کې د ستي رواج بنګال کې ډیر عام و. ستي کیدونکې ښځې ته به یې د ماتمي جامو پر ځای د واده جوړه ور اغوسته او د ستي اکثره دودونه  به د واده د دودونو په څير وو، داسې ګڼل کېده چې ستي کولو سره د ښځې او خاوند ټول ګناهونه بخښل کیږي او له دوزخه پرې ژغورل کیږي او په ابدي ژوند کې به تل د یو بل تر څنګ اوسي.

 په سیک مذهب کې ستي دود له اوله حرام دی. ویل کیږي چې ستي کیدل به د میرمنو خپله خوښه وه خو د ټولنې غوښتنې او د مذهبي فشار له کبله به د میرمنو پریکړو ته چا نه کتل. داسې مثالونه هم شته چې میرمن به د میړه څخه مخکې د مړي د سوځولو ځای کې په پړو. تړل کېده یا به د نشې دوا ورکړل شوه ترڅو د مړي د سوځولو ځای څخه میرمن ونه تښتي.

د ستي رسم په خلکو کې څنګه عام شو؟ 

غالباً د دې وجه دا وه چې په هغه وخت کې امیرانو او سپین ږیرو مالدارو به پیغلې او ښایسته نجونې ودولې. له دې سره به یې د واده ارمان پوره شو، خو تل به دا ویره ورسره وه چې چېرته د کوم ځوان سړي په مینه کې ګیره نه شي او ده ته زهر ورنه کړي، او د ده له مرګ وروسته واده ورسره ونه کړي . نو د ستي رسم له کبله به هېڅ میرمنې د خپل میړه د وژلو کوښښ نه کوو، ځکه دا به سمه ورسره سوځول کیده. ۱۸۰۶ ز کال په نیپال کې یو راجه خپل ورور وواژه او د دې لپاره چې پر تخت کېني نو مها راني راج راجیشوري دیوي یې لس ورځې روسته. ۱۸۰۶د زکال د می۵ مه په زوره ستي کړه.

اکبر پاچا د ستي دود د ختمولو لپاره قانون جوړ کړی و، کومې مېرمن به چې غوښتل چې میړه سره يې ژوندۍ وسوځول شي.  نو له حکومتي ادارو نه به يې اجازه اخیسته او خپل حکومتي اداراتو ته يې امر کړی و چې څومره ممکن وي د اجازت لیک په ورکولو کې ځنډ وکړئ ترڅو د مېرمن احساساتي پریکړه سړه او د ستي کولو څخه تیره شي.

همایون په ستي کولو بیخي پابندي لګولي وه خو هندوانو فشار پرې راوړ او مجبور یې کړ چې بندیز بېرته لرې کړي.

شاه جهان د اولاد لرونکو میرمنو په ستي کولو مکمله پابندي لګولي وه.

اورنګزیب په دې باب بیا تر ټولو سخت دریځه و هغه په ۱۶۶۳ ز کې يې قانون جوړ کړ چې د مغلو د پاچايۍ په حدودو کې به یوې میرمنې ته هم اجازه نه ورکول کیږي چې ځان ستي کړي. خو خلکو به اړوندو ادارو ته رشوت ورکاوه چې د رسم د ادا کولو اجازه.. ورکړل شي. مغلي پاچاهانو د ستي د ختمولو لپاره کونډو ته ډالۍ، مرستې او د تقاعد پیسي ورکولې. په ۱۵۱۵ ز کې پرتګالیانو ګوا کې په ستي باندې بندیز ولګاوه.

 انګریزانو په ۱۷۹۸ز کې یوازې په کلکته کې په ستي بندیز ولګاوه.

د ۱۸۲۹ز د دسمبر په ۴ مه  لارډ ولیم بنټنک بنګال کې په ستي دود په بشپړه توګه بندیز اعلان کړ چې هندوانو هغه په محکمه کې چیلنج کړ چې خبره د انګلستان Privy council  ته ورسېده  خو په ۱۸۳۲ز کې پر ستي د بنديز پريکړه اعلان کړه چې بيا وروسته دهندوستان نورو  سیمو کې هم دا پریکړه عملي کړل شوه خو په ځینو ریاستونو کې د ستي رسم بیا هم جاري وو.

د۱۹۸۷ز دسپتمبر په ۴مه د هندوستان په راجستان ایالت سکر کې د دیورالا په نوم یو کلي کې ۱۸ کلنې کونډې روپ کنور د زرهاوو خلکو په موجودیت کې خپل ځان ستي کړ چې د دې جرم لپاره ځينې خلک هم ونیول شول خو چا ته هم سزا ورنه کړل شوه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *