موږ يوه داسي نړۍ غوښته، چي د ملګرو تر منځ د خوښيو په محفلونو کي ګډون وکوو.
ويل مو، چي هيڅ اوښکي توی نه کړو او هر چيري پر شونډو مُسکا ولرو، هر کله د حق غوښتونکي او د حق کوونکي واوسو.
خو آه!!! له هغي نړيه او هغو وګړو څومره سخت ستړي سوو، چي د نفرتونو نوم يې په نوره نړۍ کي هم شيندلی دی او هغه دا چي تنګ نظره دي.
پرته د اوښکو تويولو هيڅ ډول الفاظ نه سم ليکلای، يوه جمله هم نه . . . . . . . . . !!!
زه د خپل رب ج سره د ميني ارادې په نوم قسم کوم او چي ايمان لرم، ما هغه څوک وليدل چي دوی به د يوه تنها خدای ج د عبادت په اړه راته نصحتونه کول، يوازي ماته نه، بلکي نړۍ ته يې لارښووني کولې او ټولو ته د باور وړ څوک وه، ځکه ماته يې د الهي قانون او کتاب يادول زده کول او موږ هم د هغوی په زړونو باور کوئ.
د هغوی په مخ کي به مو سر ټيټ او له ډېره درنښته به مو ځمکي ته کتل.
کله چي يې ځيني غوښتني زما په اړه وې او خپلو ځانونو ته يې غير انساني کړني حلالي ګڼلې، نو پوه سومه چي په دې نړۍ کي څومره شمېر انسانان ځان غوښتونکي دي؟!!!
پوه سومه، چي هغوی ولي د خپل خدای په وړاندي درواغ وايي او د نورو په سترګو کي خاوري پاشي، نورو ته په فريب ورکولو سره، ولي له ځورېدو يې لاس نه اخلي؟!!!!!
له ځان سره مي هغه تنها خدای ته ډېر وژړل- چي اې لوړونکې ربه!! زه له نن وروسته د هغو لړلو انسانانو خبري نه اورم چي ځان غوښتونکي دي او هغه څوک چي خپل رب ته هم غلط اوسي، زه به پرې باور ونه کړم، ته يو الله يې او ستا د عبادت وړ صفات په سل رنګه راته تعريف کوي.
چا به يو څه او چا به بل څه ويل، چا به د حلالو تعريف په حرامو کوئ، چا به د حرامو تعريف په حلالو کوئ.
ومي ويل:
اې ستر ذاته!!! بېشکه، چي ته د نړۍ جوړونکی ځواک يې او زه غواړم چي يوازي ستا قانون خپله ووايم، خپله يې ولټوم او خپله پوه سم، چي څومره کيدای سي، درنښت دي وکړم او عبادت دي وکړم.
ومي غوښتل داسي ځای مي ولټوئ، چي هغه کرغېړن انسانان او ځان غوښتونکي هيڅ شتون ونه لري، بس يوازي سپوږمۍ وينم کله وريځ، کله تالنده، باران، ور سره د سمندر څپې مي د زړه درد اوري او په خاموشۍ کي مي ملتيا کوي!!