د امبولانسونو غږونه شول، د روغتون په واټونو کې څو کسان تذکرې د روغتون مخته وړي، او مسوول ډاکټردهلیز ته راووته ، په لوړ غږ یې وویل:
بېرته شئ، عاجل ټپیان یې راوړل، زه هم له دهلیز نه د ښځینه واټ بېړنۍ خونې ته ننوتلم، د ټپونو د کنډولو اړونده وسایل مې د خپلو ښځینه همکارانو سره ترتیب کړل.
ټول ټپیان نارینه وو د چا مخ وینې وه، د چا له پښو نه او له چا نه سره وینې روانې وې. د چا سترګې خلاصې د چا پټې او ځینو کسانو په لوړغږ نالښتونه کول او له سترګو څخه یې اوښکې هم روانې وې.
وروسته پوه شوم چې د دوی موټر ټرافیکې پېښه کړې. خو له دوه کسانو سره یوه تذکره زما خونې ته هم په منډه راوړل شوه، پوه ش��م چې ښځینه ټپي ده.
ټپي مو د لاسونو او پښو نه ونېوله، د اجل په تخت مو واچوله، د پیکي تور ویښتان یې له مخ سره وینو سرېښ کړي وو، په ډېټولو او پختې سره مو ورته وینې او زخم پاکوه چې د مخ له ډډې سره یې ډېری وېښته نښتې وه .
مخ او شونډې یې پړسېدلې او زخمې وې، خو د وجود په نورو برخو یې ټپوڼه نه ښکارېدل. بیا مې تار او د جراحې ستن را وخیسته خو خوله کې یې هم وینې ډنډ وې لږ ډیټول مې واچول د خولې قپونه او د وینې ځکونه مې پاکول ،خو وینه نوره هم تازه کېدله.
کله چې مې د مخامخ ژامې د غاښونو په وریو پنس کېښوده چې مخامخ غاښونه یې ښورېدل، پوه شوم چې د خولې مخامخ ژامې یې ضربه لېدلې، بیا وینې تازه شوې لږ نور ډیټول مې هم واچول.
زما همکارې د جراحې په ستن کې تار اچولې و لومړی مې د مخ ټپ ورته په ډېر مهارت کنډه چې ځوانه پېغله ده چې په اینده کې یې مخ بد معلوم نه شي، بیا مې مخامخ شونډې ته هم دوه کوکه ورکړل خو په خوله کې وینې تازه ښکارېدې او نه درېدې.
په لاسو مې دواړه ژامې ورته لږ خلاصې کړې چې په خوله کې پنډې وینې ښکارې د پنس سره مې راکښ کړې چې درې غاښه ور سره راووتل، بیا مې د هغې ځایونه هم پیدا کړل او له وینو مې پاک کړل ډېره خپه شوم، همکارې هم ورته څو دقیقې وړاندې سېروم او د درد پېچکارۍ لګولې وې.
همکارې ته مې وویل غاښونه یې پاک کړه، هلته یې واچوه. د ټپې جلۍ نور وضعیت نورمال و خو مونږ هم خپه او هم خوشحاله وو چې ځوانه جلۍ په ترافیکې پېښه کې ژوندي پاتې شوې او بېرته به په دې خپه شولو چې په مخ او شونډو يې د داغونو ترڅنګ درې غاښونه هم ووتل.
دوه ساعته وتې نه وو چې له نارینه واټ نه درې جنازې ووتې، خلک د امبولانسو مخې ته ولاړ وو او له روغتون څخه ووتل.
زه هم لاړم په خپلې راجسټر کتابچه کې مې د خپلې ټپې معلومات ثبتول چې کوم همکار مې راته ورو وويل
دا خو په ټرافیکې پېښه کې ټپې نه ده.
– تا سو څه وايي؟
– ستا ټپي خو په ټرافیکي پېښه کې نه وه
– دا خو د همدوی سره یو ځای راوړل شوه، تاسو پوښتنه وکړئ، یا به پوه شوي نه یاست؟
– نه زه د ټپیانو په راښکته کېدو کې وم، کومه مېرمن یا جلۍ په کې نه وه.
د ثبت کتاب پاڼې مې بندې کړې، دهلیز ته ووتلم ، خاله ته مې غږ وکړه
– لاړه شه د دې ټپي پیواز پیدا کړه
– سمه ده خو نوم یې؟
– ما ته هم معلوم نه دی، ورته وویاست دوه ساعته مخکې چې کومه ځوانه ټپي راوړل شوه ، کېدای شي څوک یې وي
– سمه ده
وروسته یوه پخه ښځه راغله، ويې ويل: ددې ��وم پریان دی، زما نږورده ، غورځېدلې ده، دا په موټر کې نه ده ټپي شو.ددې خبرې مې ولیکلې، بېرته خپلې خونې ته ننوتم، د ناروغ سترګې خلاصې وې، خو پړسېدلې ښکارېدې، سیروم یې هم خلاص شوي وو.
بېرته لاړم ،ځنیې نور ناروغان مې ولیدل. د مازديګر شاوخوا درې نيمې بجې به وې چې بیا لاړم، په ناروغ پنځه ساعته تېر شوي وو، غوښتل مې روغتيا يې وګورم .
بېړنۍ خونې ته لاړم ټپي د دروازې په لورې وکتل و مې ویل
– خدایه شکر اوس ډېره ښه شوې یې.
څه یې ونه ویل .
– له څه شي څخه غورځېدلې یې؟
– نه یم غورځېدلې
– نو دا مخ او خوله دې ولې او ویښتان دې هم یو بلا وتي و؟
– سترګې د پړسوب نه هم یو څه پټې وې نورې په کې اوښکې پیدا شوې، په ډډو یې یو څو څاڅکې وڅڅېدې، خوله یې ژاړ ته جوړوله، خو ټپونه یې کڼدل شوي وو، ما یې ژر په تندي ورته لاس کېښوده چې ټپونه یې درد ونه کړي.
– اوس ښه شوې یې، هېڅ خبره نه ده ،مه ژاړه ولې داسې شوې وایه؟
– زما د واده ۲۲ ورځ وه مور او پلار مې راغلې وو، هغوی مې خپلې خونې کې کېنول، سهار چایې مونږ کره راوړي و، هغوی سره مې روغبړ وکړ ، خو یو درې ساعته ناست نه وو چې بېرته لاړل، خو خاوند مې زه په سوکانو او بوټانو په لغتو ووهلم چې تا دې ولې مور او پلار ته ستړی مشي وکړه. تا باید ور سره خبرې نه وای کړې ، ځکه په واده کې ټول ولور له مونږ نه واخیست او یوه روپۍ یې هم را پرېنښوده .