اسلام د برابرۍ او اعتدال دين دی نوله همدې امله رسول الله عليه وسلم فرمايلي: ژباړه:کله چې تاسې لمانځه ته درېږئ نواوږه له اوږې سره يوځای کړئ ترڅوستاسې په مینځ کې شيطان دننه نه شي.

د اسلام لپاره دا يو اعزاز دی چې سپين، تور، غلام، سردار، امريکایي چينايي، هندوستاني، پاکستاني او نورو مسلمانانوپه مینځ کې توپېرختم کړی دی او ټولوته يې حکم کړی دی چې تاسې اوږه له اوږې سره ولګوئ. د لمونځ له ټولو بهترينه برخه سجده ده.

له اسلامي حقایقو پيړۍ پيړۍ وروسته طبي عالمانواوپوهانو دا ثابته کړه چې د لمانځه ټول حرکات د انسان لپاره ګتې لري. دا د قرآن کريم او احاديثو علمي اعجاز دی چې نن يې پوهان اثبات ته رسوي.

د سجدې په کولو د انسان په اعصابوکې برقي چارج چې د انسان بدن کنترولوي، په اعتدال کې راځي اواضافه برقي چارج له مینځه ځي، له دې سره د انسان بدن ته ارام او سکون هم رسېږي، که چېرې دا اضافي برقي چارج له مینځه لاړنه شي، نواعصاب کمزوری کېږي او د سر دردۍ کيفيت پيدا کېږي.

کله چې يومسلمان سجده کوي، نو د هغه د بدن مرکزي برخه، يعنې تندی پر ځمکه ايښودل کېږي چې له دې عمل سره اضافي برقي چارج کمېږي، له دې امله د سجدې پرمهال د انسان مغز ته په بهېدونکي وينه کې چټکتيا رامینځته کېږي، چې له دې سره مغز ته زياته ګټه رسېږي.

کله چې يومسلمان په لمانځه کې سجده کوي، نو د مغز او څټ طرف ته په بهيدونکې وينه کې چټکتيا رامینځته کېږي، د دې عمل په واسطه د ګردې او مثانې ناورغي کمېدای شي، بلکې د دې ناروغيو پرته ډېرې نورې ناروغۍ هم له مینځه وړي،کله چې انسان روان وي، نو د هغه طبيعي جوړښت په عمودي ډول ودرېږي اوپه دې حالت ځي، په دې حالت کې د انسان مخرج پورتنۍ برخې ته وي او انسان د ټيټدو يا ښکته کېدوپه حالت کې د بدن اضافي چارج له مینځه ځي. په سجدې سره دماغي ناروغي ختمېږي، له پورته ګټوسربېره د سجدې نورې طبي ګټې دا دي چې د خوړو لار او د تنفسي سيستم ستونزې هم له مینځه وړي، د پوزي دځېنوناروغیودرملنه هم کوي، د سجدې د عمل سره د زکام ناروغي کمېږي، همدارنګه د حساسيت څخه د پيداشويوناروغيو درملنه هم کوي، د باکتريا او ګردو غبارڅخه پيداشوې ناروغۍ هم له مینځه وړي.

طب پوهان وايې: کله چې په عام حالت کې ساه يا تنفس اخېستل کېږي،نو دا مهال زموږ د بدن د سږو درېیمه برخه په حرکت پيل کوي، او همدا برخه د تنفس عمل پر مخ وړي، په دې وخت کې يواندازه هوا د سږو په دي فعاله برخه کې پرته وي،په داسې حال کې چې يوه برخه هواکله وځي اوکله راننوځي، د هوا دا تناسب  په سږوکې هر وخت وي، خود هرې سجدې پرمهال د معدې او ګېډې پراعضاوو فشار اچول کېږي، او د سږو په لاندينۍ برخه کې، چې تل په کې هواپرته وي، فشارپواسطه هوا له بدن څخه وځي، نو د هغې خلا د ډکولو لپاره تازه هوا دننه راننوځي، په دې عمل سره سږې نور مال حالت غوره کوي، او په فعاله توګه خپلې دندې ته ادامه ورکوي.

د الله تعالی په ټولو ويناووکې د انسان لپاره ښېګڼې دي، د لمانځه پر مهال د رکوع او سجدې له امله انسان له بې شمېره ناروغيوڅخه ژغورل کېږي، رکوع او سجده د انسان د لاندينۍ برخې ناروغې کموي، د سجدې په عمل سره د پښوشريانونه خلاصېږي او په دې توګه د وينې دوران نورمال حالت ته راګرځي، د لوړ فشاراو ټيټ فشارپه عمل کې کموالی رامینځته کوي او په دې ډول د وينې په فشارکې توازن راځي، د سجدې پرمهال انسان خپل زنګنونه، لاسونه او تندی پرځمکه ږدي، داعمل د ملاد هډوکو د پياوړتيا لپاره ګټور دی، همداشان د ملامورې هم حرکت پيداکوي او په سمه توګه فعاليت ترسره کوي.

همداشان د سجدې عمل د زړه ځينې ناروغی هم له مینځه وړي، کله چې لمونځ کوونکی له سجدې وروسته سرجګ کړي، نو د وينې هغه برخه چې د بدن په پورتنۍ برخه کې تله راتله،بېرته خپل حالت ته راګرځي او په دې توګه د وينې د تګ او راتګ څخه بدن ته اطمینان حاصلېږي، د سجدې عمل د هاضمې سيستم لپاره ډېرګټوردی، د کولموخرابوالی او د معدې بې شمېره ناروغۍ ورسره له مینځه ځي.

کله چې لمونځ کوونکی له سجدې څخه قيام ته ودرېږي، نو دا مهال د ده د بدن وزن پرپښووي، د ده له وزن له امله د پښو، ملا اواوږې عضلات پياوړي کېږي.

د طبي تحقيقاتوپه پايله کې ځېنونورو ډاکټرانو دا ثابته کړې ده چې د سجدې پر وخت د مخ څرمن هم صحت منده وي(ښکلاپيداکوي) د پوزې اوسږوڅخه ډول ډول رطوبت راوځي او سږو ته د دې عمل په واسطه زيات اکسېجن داخلېږي چې سږولپاره ډېره ګټه لري.

د لمانځه جسمانې ګټې د الله تعالی د ويناوو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هدایاتو په تائيد ۱۴۰۰ کاله وروسته ثابتې شوې او دالله تعالی په ټولو ويناووکې ساينسي،طبي او  داسې نوروعلوموسره اړيکې ليدل کېږي.

لمونځ بهترين ورزش دی، په اروپا کې يوطبي څېړونکي يومسلمان په لمانځه وليداود لمانځه د حرکاتو پوښتنه یې ترې وکړه، لمونځ کوونکې ته يې وويل: ما د نوي طبي تحقيقاتو په پايله کې همداحرکات د انسان د ډېرو رنځونو د ښه کېدلولپاره ثابت کړي دي، تا ته داحرکات چا ښودلي دي،مسلمان ورته وويل: په سلهاووکلونومخکې  زموږ نيکونو دغه اعمال او حرکات د ورځې پینځه ځلي سرته رسول او هرمسلمان د ورځې پینځه ځلې همداحرکات سرته رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *