تاند- په ننګرها ولایت کې نامعلومو وسله والو سختدریځو د نجونو یوه لیسه په بمونوالوزولی ده.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول محمد آصف شینواري نن /پنجشنبه/ رسنیو ته وویل چې دا لیسه تیره شپه د هسکې مینې ولسوالۍ په شپولي سیمه کې الوزول شوې ده.
ده دا هم وویل چې د همدې لیسې په یو کیلو مترۍ کې نامعلومو کسانو د هلکانو له یوې لیسې څخه وسایل وړي دي.
د ننګرهار چارواکو په دې پېښو کې په لاس لرلو څوک تورن نه کړل خو وايي چې پخوا دا ډول کارونه وسله والو طالبانو کول.
طالبانو د افغانستان په یو شمېر ختیځو سیمو کې د ښوونځیو له مخالفته لاس الخیستی او حتي په کونړ کې یې د ښوونځیو ملاتړ کړی دی.