تاند- د مسلمانانو مخالف سختدریځی هالنډي سیاستوال د اسلام د ستر پیغمبر حضرت رسول اکرم (ص) د کاریکاتورونو د سیالۍ له جوړولو تېر شو.
دغه سختدریځی ګریت ویلدرز (Geert Wilders)، چې په ځلونو یې د مسلمانانو او اسلام خلاف خپله کرکه څرګنده کړې، وروسته له دې له خپلې پرېکړې تېر شو چې د افغانستان په شمول ګڼو اسلامي هیوادونو له هالنډ څخه وغوښتل چې د نوموړي د اقدام مخه ونیسي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د هالنډ حکومت وايي چې دا پرېکړه په دې خاطر وشوه چې احتمال و له کبله یې د یو شمېر خلکو ژوند له خطر سره مخامخ شي.
ویلدرز په یوه لیکلي بیان کې نن /پنجشنبه/ شپه لیکلي چې«داسلامي تشدد د خطر د مخنیوي لپاره مې پرېکړه وکړه چې د کاریکاتورونو مسابقه ودروم.»
ویلدرز له کلونو راهیسې کلک ساتل کېږي ځکه چې په ځلونو د مرګ خبرداري ورکړل شوي دي.
ده د اسلام پر ضد د څرګندونو په خاطر ځان په هالنډ او تر یوه حده په نوره نړۍ کې مطرح کړی دی.
ویلدرز، چې د هالنډ د پارلمان غړی هم دی، د اسلام د ستر پیغمبر د کاریکاتورونو سیالي د نوومبر میاشتې ته په پام کې نیولې وه خو ګڼو هیوادونو د ده پر دې پلان نیوکې وکړې.
د چارو ځینې کتونکي وايي چې د ویلدرز په شان خلک پوهېږي چې دا ډول کارونه د مسلمانانو احساسات پاروي او په نتیجه کې یې دوی ته د شهرت لار پرانیستل کېږي.
په اتیایمه لسیزه کې سلمان رشدي وروسته له دې ملیونر شو چې د (شیطاني آیات) په نوم کتاب د خپرولو په خاطر مسلمانانو په تېره بیا ایران ورسره تر اندازې زیات مخالفت وکړ. د ده دا کتاب په شاوخوا ۱۰۰ ژبو وژباړل شو.