د خپرندوی یادښت
د سپټمبر ١١ مې له پیښې وروسته امریکایانو هڅه کوله چې ددې پیښې تورن اسامه بن لادن ژوندی او یا هم مړ ومومي. د بوش له ادارې څخه اسامه بن لادن په تورې بوړې کې خطا شو. د بوش ادارې د وخت د دفاع وزیر ډونالډ رمز فیلډ یو ځلې په خبري کنفرانس کې صراحتاً وویل، چې ښځه یې د اسامه بن لادن د نه نیولو له کبله ده ته تل پیغور ورکوي.
له یوې خوا که اسامه بن لادن د امریکایانو مدعي و خو له بلې خوا یې دوی ته د سروزرو د مرغۍ حیثیت هم خپل کړی و.
امریکا دده موندل بهانه کړل او خپل ځواکونه یې پسې افغانستان ته ولیږل څو په دغې لیرې پرتې سیمې کې د روسیې، چین او نوي مخ پر وده هندوستان په مقابل کې جبهه ونیسي. کله چې بوش او کیري د یو بل په مقابل کې د ټول ټاکنو لپاره ودریدل، د اسامه بن لادن هغه پیغام چې امریکایانو ته یې اخطار ورکړی و ددې سبب شو چې کیري د بوش په مقابل کې پاتې راشي. په دغه پیغام کې اسامه بن لادن په امریکایانو غږ کړی و، چې که چیرې په فلسطین او نورو اسلامي هیوادونو کې امریکایان له خپلو کړنو لاس په سر نشي نو دی به په امریکایي اهدافو خپلو حملو ته لاپسې سخت کړي. بوش دغه خبره د خپل کمپاین لپاره سرلیک کړ او په افغانستان کې یې خپلې جګړې ته یې یو ځل بیا توجیه وموندله.
بوش په دویمې دورې کې هم په دې ونه توانیده، چې اسامه بن لادن ونیولی شي. دغه د سرو زرو فرصت اوباما ته په نصیب شو. کله چې اوباما پخپلې لومړۍ دورې کې هغه وعدې چې د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال یې له امریکایي ملت سره کړې وې پوره نکړای شوې، نو په دې هڅې کې شو چې د خپلې دویمې دورې د ګټلو لپاره امریکایانو ته نغده لاس ته راوړنه وړاندې کړي. هماغه و چې امریکایي استخبارات په دې وتوانیدل چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن په نږدې ملګرو پسې پل واخلي او دی پرې ومومي.
امریکایي ځواکونو اسامه بن لادن په د ۲۰۱۱ز د می په دویمه د پاکستان په ایبټ آباد کې نظامي اکاډمۍ ته نږدې وواژه. دده وژنه ددې سبب شوله چې اوباما د دویم ځل لپاره په ټاکنو کې د میت رامني په مقابل کې ګټونکی شي.
اسامه په ژوند او مرګ دواړو کې د امریکایي ولسمشرانو په ګټه تمام شو. دا چې د اسامه بن لادن وژنه څومره حقیقي او څومره مجازي ده، تر دې دمه بیلابیل کتابونه لیکل شویدي او خبرې شویدي.
ددې کتاب لیکوال چې مستعار نوم یې مارک اون دی په ایبټ آباد د عملیاتو پرمهال د یوې یرغلګرې ډلې مشري په غاړه درلودله. دی لیکي چې د اسامه بن لادن په اړه ټول خپاره شوي اسناد، ډاکومینټري فلمونه له ځان سره حقایق نه لري او هڅه کوي چې دده مالومات کره وبلل شي او خلک یې په مالوماتو باور وکړي.
د کتاب په مالوماتو کې به تاسو په دې هم خبر شئ چې امریکایي استخباراتو څو ځلې په اسامه بن لادن پسې پل اخیستی دی خو ناکام شويدي او مالومات یې غلط ختلي دي. په دې به هم پوی شئ چې د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري ځواک د ځانګړو نښتو د پراختیا ډله چې SEAL’s/DEVGRU هم بلل کیږي څنګه را منځ ته شوله او کوم ډول او څنګه عملیات ترسره کوي.
کتاب د امریکایي پوځي کلتور په اړه هم له ځان سره مالومات لري چې مهمه ده خلک پرې پوی شي. تاسو به د کتاب د مطالعې پرمهال په دې هم پوی شئ چې امریکایي فوځيان څومره په خپلو سیاسي مشرانو بدګومانه دي او څنګه جګړې پخپله خوښه او د خپل سیاسي ګوند د بریا په موخه رامنځ ته کوي.
دا مهم کتاب چې د افغانستان د اوسنۍ غمیزې د یوه مهم لوبغاړي د ژوند د پای شیبې انځوروي، د افغان ملي غورځنګ د غړي استاد سمیع الله ایلم له خوا په روانه او خوږه پښتو ژباړل شوی او د افغان ملي غورځنګ تر چتر لاندې د (زرملوال د تالیف او ژباړې بنسټ) یې تاسو ته په چاپي بڼه وړاندې کوي. مونږ له قدرمن ایلم صیب څخه ددغه مهم کتاب د ژباړې له کبله د زړه له کومې مننه کوو او تاسو ته یې د لوستو بلنه درکوو.
په ډیر درنښت
د افغان ملي غورځنګ فرهنګي څانګه