پاکستان په افغانستان کې د خپلې څلوېښت کلنې ورانکارې جګړې او مداخلې، چې د افغاني اجیرانو پر مټ یې پرمخ وړي، د ‌‌‌‌‌‌ډېر سخت انتخاب سره مخامخ دی: – جګړه پرمخ وړل – د افغانستان هغه غوښتنې منل چې طالبان دې یا سولې ته کښېنوي او یا دې هغوی له خپلې خاورې وباسي او یا دې هغوی وځپل شي؛ او ټول طالب بندیان دې افغانستان ته وسپارل شي – د امریکې هغه غوښتنې چې د حقاني شبکه دې محو کړي ومني، که په سیمه کې د امریکې پرځای د چین ، روسیې او ایران سره بله جبهه جوړه کړي؟؟؟ که په نسبي ‌‌‌‌‌‌ډوول پر دغو دریو څيزونو او بدیلونو تبصره وشي، نو ویلی شم چې چې د دغو ټولو بدیلونو ځواب د لومړي بدیل سره تړلی دی، هغه دا چې ایا پاکستان به خپلې ورانکارې جګړې ته دوام ورکړي که نه؟ داسې ښکاري چې پاکستان نوره دغې جګړې ته دوام نه شي ورکولی؛ او که دوام ور کړي دا به د پاکستان لپاره سخت او جبران نه کیدونکي عواقب ولري.

د پاکستان حاکمې کړۍ پوه دي چې ،له دې وروسته نړیواله ټولنه او متحده ایالتونه په خپل دوه مخي او څومخي سیاسي لوبه نه شي غولولی او پوهیږي چې د امریکا او متحدینو زغم دغې ورانکارې لوبې ته په ختمیدو دی.

د امریکا د جمهور ریس اوباما وروستۍ څرګندونې چې ویلي و چې یا به طالبان سولې ته چمتو کیږي او یا به محو کیږي؛ او همدا راز په پاکستان باندې د سلګونو ملیونونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو د مرستې درولو اخطارونه ، د هغوی د زغم او صبر د پای ښه نښه ده. پا کستان عملآ په سیمه او بهر کې په یوازیتوب او انزوا کې قرار لري.

پرته د پاکستان د سیمې هیڅ یو هېواد نه غواړي چې افغانستان دې د اسلامي اورپکو په ځاله بدل شي؛ ایران د طالبانو د واکمنۍ د دوران د سني مذهبه ولکې نه یو وار د زهرو ګوټ څکلی دی؛ چین هم همدار راز په افغانستان کې د اسلامي بنسټپالو ‌‌‌‌‌‌ډلو د حاکمیت پلویتوب نه کوي.

روسیه هغه هېواد دی چې په خپله سینه یې لا د پاکستان د اجیرو مجاهدینو ټپونه جوړ نه دي. په دې بنیاد پاکستان نه شي کولی چې د امریکا پر ضد په سیمه کې ‘ دوهمه جبهه ‘ جوړه کړي.

د دغه هېواد زورواکو کړیو ته یو انتخاب خو سخت انتخاب پاتې کیږي: هغه دا چې د افغانستان او امریکا غوښتنو ته به غاړه کېږدي، چې دا په حقیقت کې په افغانستان کې ددغه ورانکار هېواد د نیابتي جګړې پای دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *