وسله والود پکتیکا په مرکز ښرنه کې دوه ځوانان له سیمه ییزو پولیسو سره د همکاری په تور ووژل.
همت یار جانزی پکتیکا: د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کی د دولت وسلوالو مخالفینو دوه ځوانان په دې تور وژلي دي چې دسیمه ییزو پولیسو په لیکو کې یې کار کاوه.
دمرکزښرني یوتن اوسېدونکي عبدالقدوس د چهارشنبي په ورځ تاند ته وویل، طالبانو تېره ورځ مازديګر دکرېخېلو په بازار کې ۲۵ کلن ځوان په داسي حال کې په ډزو سره وواژه چې لاس او سترګې یې ورتړلې وې.
دنوموړي په خبره ، وژل شوی ځوان د۲۵ کلونو شاوخواعمرلري او دیادې سیمې دعلي خان کلي اوسېدونکی دی.
له بلي خوا دښرنې یوتن اوسېدونکی سمیع الله وايې، طالبانو نن سهار داتو بجو په شاوخواکې یو ځوان وژلی دی.
هغه زیاتوي یاد ځوان د ښرني اړوند د مقرخیلو د کلي اوسیدونکی ده چي د ښرني د میرزا کلا په سیمه کي د وسلوالو له خوا ووژل شو.
دشهاب الدین اتل په نوم دطالبانو سیمه ییز ویاند تاند ته وویل، دغه دواړه ځوانان ددوی د ملګرو
له لوري وژل شوي دي.
نوموړي ادعا وکړه ، چې وژل شویو کسانو په مخفي ډول دسیمه ییزو پولیسو په لیکو کې کار کاوه.
دپکتیکاامنیه قومندان دولت خان ځدراڼ هم مني، چې طالبانو په مرکز ښرنه کې دوه ځوانان وژلي دي.
نوموړی وایې(( وژل شویو ځوانانو له دولت سره هيڅ دنده او اړیکه نه درولوده، زه یې نه پيژنم خو دومره خبریم چې طالبانو وژلي دي.))
ځدراڼ زیاتوي، طالبانو په بې رحمانه ډول دسیمې بې ګناوګړي وژني او غواړي په دې ډول وژنو سره په خلکو کې ویره خپره کړي.
دا لومړی ځل نه ده چي ددولت وسلوال مخالفین په پکتیکا له دولت سره د همکاری په تور خلک وژني له دي وړاندي هم داسي پیښي تکرار شوي دي