سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، هیواد یې پر طالبانو اغېز او نفوذ لري خو بشپړ کنټرول پرې نه لري.

د پاکستان دولتي راډیو د چهارشنبې په ورځ د سرتاج عزیز په قول وویل:«دا د افغانستان د حکومت کار دی چې له طالبانو سره خبرې وکړي، د پاکستان دنده دا ده چې د دوی ترمنځ د خبرو امکان برابرکړي.»

د افغانستان حکومت په وروستیو کې له طالبانو سره د خبرو په اړه د پاکستان د حکومت د منځګړتوب غوښتنو ته د منفي ځواب د ویلو ترڅنګ ویلي چې پاکستان دې طالبان له خپلې خاورې د جګړې لپاره افغانستان ته نه لېږي.

د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف تېره اوونۍ په امریکا کې وویل چې پاکستان نه شي کولی چې هم طالبان وځپي او هم یې د سولې خبرو ته حاضر کړي.

ظاهراً پاکستان غواړي افغانستان ته ووايي چې طالبان یې د دې لپاره ساتلي او پاللي چې د افغانستان له حکومت سره یې د سولې خبرو ته تیار کړي.

افغان چارواکي وايي چې پاکستان افغان طالبانو او د هغو مشرانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی، وسلې او پیسې ورکوي او جګړې ته یې چمتو کوي.

د هندي رسنیو په قول د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف په یوه مرکه کې اعتراف وکړ چې طالبان د پاکستان له لوري روزل کېدل او افغانستان ته استول کېدل.

2 thoughts on “سرتاج عزیزوايی، پاکستان پر طالبانو نفوذ لري خو کنټرول نه لري”
  1. یا الله یو خواست مو قبول کړه , دریم نړیوال جنګ ژرتر ژره رامنځته کړی , چه هرڅه دامنافق ملکونه دی دځمکی دنقشی څخه یی نیست او نابود کړی.دهغی ورځی په تمه انشالله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *