تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وايي، امریکا ورته ویلي چې له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د خبرو په ترڅ کې به پر قبایلي سیمو د بې پېلوټه الوتکو حملې ودروي.
په همدې حال کې د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کېمټې مشر حاجي عدیل وویل چې امریکا ویلي، که طالبان خبرو ته حاضر شي نو پر هغو طالبانو به بریدونه ودروي چې دوی ته مطلوب نه دي.
سرتاج عزیر او حاجي عدیل د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د بهرنیو چارو په اړه خبرې کولې.
سرتاج عزیز وویل، د امریکا په وینا په ډرون حملو کې یې څه باندې (۷۰) فیصده هدفونه ترلاسه کړي دي.
ده د حکیم الله مسود وژل کېدا په پاکستان کې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د خنډ سبب وبلله خو ویې ویل چې حکیم الله مسود مهم هدف و.
سرتاج عزیز دا هم وویل چې هیواد یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د «سرحدي» موافقې په اړه ملاحظې لرلې چې څرګندې کړي یې دي او پاکستان د افغانستان او امریکا ترمنځ په امنیتي موافقه کې د بهرني یرغل او د هغه په وړاندې د مشورې په شان الفاظو په هکله توضیح غوښتې ده.
ده زیاته کړه:«څرنګه یرغل، څوک یې کوي او له چا سره سلا مشوره کېږي، دا هغه موارد دي چې پاکستان یې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.»
د افغانستان او امریکا ترمنځ په امنیتي موافقه کې یوه تر ټولو لانجمنه مسله پر افغانستان د بهرني یرغل مورد و. افغان چارواکي وايي چې طالبان د پاکستان په خاوره کې اوسی، همالته تمویلېږي، په وسلو سمبالېږي او له روزلو وروسته افغانستان ته د جګړې لپاره رالېږل کېږي او دا د دوی په باور پر افغانستان بهرنی یرغل دی. دوی د کونړ او نورستان پر ولایتونو د پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو بریدونه د بهرني یرغل بل مورد ګڼي.
سرتاج عزیز دا هم وویل چې د امریکا او پاکستان ترمنځ ستراتیژیکې خبرې به راتلونکی کال پیل شي.
پاکستان ډېره هڅه کوي چې د افغانستان او هندوستان په شان له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي.
سرتاج عزیز د ناټو د اکمالاتي لارې د بندولو احتمال په کلکه رد کړ، ویې ویل چې له امریکا سره د شوې موافقې پر اساس پاکستان دا کار نه شي کولی.
حاجي عدیل: امریکا پر هغو طالبانو برید نه کوي چې ورته مطلوب نه دي
د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر حاجي عدیل وویل، د نوازشریف د ملي امنیت د سلاکار له خبرو ورته څرګنده شوې چې که له طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې اترې پیل شي، امریکا پر هغو کسانو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه نه کوي چې د امریکا دښمنان نه دي.
ده وویل چې سرتاج عزیز ته دا خبره د امریکا د وروستي سفر په لړ کې امریکايي چارواکو کړې ده.
ده دا هم وویل چې امریکا د القاعده او طالبانو هغه د سر کسان نه پرېږدي چې د هغوی پر سر یې جایزې اعلان کړي دي.
تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې امریکا له افغانستان سره په دوه اړخیز امنیتي تړون موافقې ته ورسېد.
کیري وویل چې نن /چهارشنبه/ یې د افغانستان له ولسمشر سره بیا خبرې کړي دي. د ده په وینا د دواړو خواوو له خوا د موافقې تایید شوې مسوده به سبا /پنجشنبه/ د افغانستان مشورتي لویې جرګې ته وړاندې شي.
تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم ویلي و چې سبا به مشورتي لویې جرګې ته بشپړه مسوده، چې دواړو هیوادونو پرې سلا کړي وي، وړاندې شي. د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف وروسته له دې لا زیات شو چې د افغانستان د ولسمشر ویندوی اعلان وکړ چې کرزي له امریکا د بخښنې غوښتنه کړې ده. د امریکا د ملي امنیت سلاکارې دا مسله رد کړه.
د بهرنیو چارو وزیر یې جان کیري هم نن وویل چې د بخښنې په اړه کرزي څه ورته ونه ویل