تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه غونډه روانه ده.
پاکستان نن وویل چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته باید مخکې تر مخکې شرط کښېنښودل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز دا خبره د افغانستان پاکستان، امریکا او چین په څلور اړخیزه غونډه کې وکړه. په دې غونډه کې د افغانستان د سولې د درېدلیو خبرو د بیا پیلولو پر لارو چارو خبرې کېږي.
د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل:«دا مهمه ده چې د پخلاینې له پروسې سره هیڅ راز وار مخکې شرط ونه تړل شي ځکه چې د مخکې تر مخکې شرط ټاکل به د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلوراړخیزه ډله تېر کال په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له پروسې سره د مرستې لپاره جوړه شوه.
سرتاج عزیز وویل:«پکار ده چې طالبانو ته هڅوونکي امتنیازونه وړاندې شي چې له جګړې لاس واخلي او له سیاسي لارې د هدفونو د ترلاسه کولو هلې ځلې وکړي.»
ده د طالبانو پر خلاف له قوې څخه کار اخیستل رد کړل، ویې ویل چې دا کار به د خبرو مخه ونیسي.
مننه د طالبانو نماینده صیب سرتاج غزیز. داسی ښکاری چه په رښبیا سرتاج عزیز د طالبانو نمایند وی
معنی دا چې پاکستانیان د طالبانو د استازو په توګه خبرې کوي.کاش طالب هم لږ شرم لرلی خو افسوس چې نه یې لري او نن پنجابی د بې غیرته طالب له لاسه له افغانستان نه غوښتنه کوي چې باید د کونړ د سیند په اوبو کې حق ورکول شي، ملي اردو او پولیسو شمېر یې د پاکستان په خوښه وي، بهرنۍ پالیسي یې د پاکستان په خوښه تنظیم شي،ډیورنډ په رسمیت وپیژني…..
سر تاج عزیز دیر منافق شخص ذی. دا چی وی نو په دی پروسه کی پرمختگ ناشونی دی.
دسولی پروسه دهد منافقان په مخکی لیر. یو پاکستان او سرتاج عزیز.
یو خو د الله دغه منهوسه څیره ورکه کړې. دا چې وي فکر نه کوم چې د افغانستان سوله دې نتیجه ورکړي.
زه وايم سرتاج عزيز دمنافقانو مشر دي ولي هغه دخفل هيواد دفايدي لفاره سم روان. دي مشكل مونز افغانانو كي ولي مونز نه شو كولاي جي يوبل وزغمو طالبان ولي نرمشت نه كار نه اخلي كوشش دي وكري فه كراره كراره دي اسلامي نظام راولي يو وخت افغانانو زوند شه شي تعليمونه به وكري ديني او دنياوي زدكري به ترلاسه مري بيا فه اسلام نافذول هم اسانه وي
دي بل طرف ته جي راشو نو وايو جي زمونز لامشر ليوني شوي دده فوهه علم تجربه سه شوه ولي يو با اختياره او با صلاحيته هيت طالبان نه ورليزه او فه سرب توكه دوي سره خبره نه خلاصوي دي ولي دخفلو او فردو به جال زان راكيروي مكر زه جي فكركوم دباكسان نه سؤله دا خوشي زان غلطول دي ولي غني جان دا دومره امتيازت وركوي او فه مقابل كي هيس نه شي ترلاسه كولاي يا خو دادي جي غني نه فوهيزي اويلخو فوهيزي خو دي خفله سؤله نه غواري دده او دملكرو مصلحت يي فه جنك دي يوازي دافغانانو فه ستركو كي خاووري اجولو لفاره داسي دباكستان او امريكا سره فه شريكه دا نمايشي اقدامات ترسره كوي
سرتاج عزیز له یوی خوا د تالیبانو رسمی نماینده ګی کوی او له بلی خوا د پنجاب له منافقته ډک سیاست مخی ته وړی . لوی درستیز یی د هغو تالیبانو د وژلو او تر تعقیب لاندی نیولو لافی وهی چی سولی ته نه حاضریږی ، سرتاج عزیز یی بیا خپلو ټالیبانو ته د امتیازاتو غوښتونکی دی. داسی څوک نشته چی دغه منافق ته ځواب ورکړی؟ زما په نظر فضل رحمن اوریا هم له سرتاج عزیزه کم نه دی ، راځی د دولت له خوا اوریا ورته وټاکو ترڅو د دی منافق ځواب ووایی.
ګرانو آفغانانو دپاکستان جوړښت دآنګريز له خوا ددي لپاره نه دئ چه مسالمت آميزه پاليسي په منطقه کي پر مخ بوزي دپاکستان سياست اوس د آنګزيز ،آمريکاه اونورو عربي ارتجاعي منحوسو لکه عربستان ، قطر ،ډوبئ …..پاليسي ده ټوله په هيواد آفغانستان کي خپله ستراتيژي او خپله ګټه لټوي دچين په شمول.اوس چه آفغانستان په يوه داسي حالت کي دئ ايا داپورته هيوادونه دا دلچسپي لرې چه په آفغانستان کي دي سوله راسي؟ واضع خبره ده چه نه
موږ په يوه داسي حالت کي يو تراوسه دجنګ وزير اوآمنيت ، واليان ، اونور پر ځائ مقرر سوئ افراد چه بايد وشايد وي وجود نه لري .رشوت بې عدالتي ،فساد آداري ورځ تر بلي ورځي مخ پر زياتيدو دئ .ايا ددغسي فاسد نظام سره چه همدااوس وجود لري همداپورته هيوادونه چه دهمدا نظام لپاره ئې تپ وتلاش درلود بيا دسولي خبري کوي (خرګفت خر…باور کرد)زما دخبرو مقصد دآفغانستان دسولي کيلي زموږ دافغانانو په لاس کې ده نه دنورو هيوادو نظام کي مثبت بدلون يو موټي کيدل نورهم داورو اوپوليس تعداد زيات ول موږ ته سوله آرامي اواقتصادي پرمختګ په وجود راوړي نور تپ او تلاش دوخت ضايع ده.مننه