سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د ترهګرۍ پرضد د جګړې په اړه له لانجمنو څرګندونو وروسته تر کورني او نړیوال فشار لاندې خپل افغان ساري محمد حنیف اتمر ته ټېلفون وکړ او هغه ته یې ډاد ورکړ چې پاکستان ټول ترهګر ځپي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې سرتاج عزیز د روان نوومبر په اوولسمه د بي بي سي اردو خپرونې ته ویلي و چې پاکستان باید پر هغو سخت دریځو برید ونه کړي چې مستقیماً پاکستان ته خطر نه پېښوي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې یوازې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځي چارواکو د افغانستان ولسمشر ته ویلي و چې د حقاني شبکې په شمول یې ټول سخت دریځي ځپلي او نور د ښو او بدو طالبانو ترمنځ توپیر نه کوي.

د سرتاج عزیز له څرګندونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې هڅه وکړه چې د سرتاج عزیز څرګندونې ترمیم او توجیه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ته ټېلفون وکړ او هغه ته یې وویل چې بي بي سي د ده څرګندونې سمې نه وې اخیستې.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، چې په عین وخت کې د صدراعظم نوازشریف د نړیوالو اړیکو سلاکار دی، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته وویل، پاکستان پر خپله دې ژمنه کلک ولاړ دی چې له تروریزم سره به جنګېږي. او د ضرب عضب عملیات هم د ټولو ترهګرو د ځالو د ختمولو په هدف روان دي.

پرون د پاکستان په پارلمان کې هم د اپوزیسیون ګوندونو د سرتاج عزیز پر څرګندونو نیوکې وکړې، ویې ویل چې د نوموړي خبرو د پاکستان په دریځ کې ابهام راوستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *