تاند- د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، اسلام اباد خوارۍ کوي چې د افغانستان د سولې خبرې پیل شي.
سرتاج عزیز په یوه مرکه کې، چې پاکستانۍ (دي نېشن) ورځپاڼې خپره کړې، ویلي«دا د خوابدۍ وړ ده چې په افغانستان کې ځیني عناصر، چې نه غواړي له پاکستان سره د دیالوګ پروسه پرمخ لاړه شي، د پاکستان رول له شکونو سره مخامخوي.»
ده همداراز ادعا وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په لار کې خنډ جوړ کړ.
عزیز وویل، د طالبانو او د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو دوهم پړاو هغه مهال لغوه شو چې د افغانستان استخباراتي ادارې د ملاعمر د مړینې خبر اعلان کړ.
د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار په وینا د افغانستان او طالبانو ترمنځ د خبرو باب هغه وخت بیخي بند شو چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور حمله وکړه او نوموړی یې وواژه.
سرتاج عزیز په مرکه کې همداراز ویلي«پاکستان ډېرې خوارۍ کوي چې د خبرواترو پروسه پیل شي خو د پاکستان پر ضد د افغان سیاستوالو د غندنې وړ څرګندونې پر فضال منفي اغېز شیندي.
د هند په امرتسر کې په اسیا زړه کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر د پاکستان استازي سرتاج عزیز ته په خطاب کې وویل چې له سخاوته یې مننه خو هماغه ۵ سوه ملیون ډالره چې افغانستان ته د بیارغونې لپاره ورکوي په خپله خاوره کې د طالبانو مخه پرې ونیسي. غني وویل چې پاکستان دې له خپلې خاورې د طالبانو مشران وباسي.
د ولسمشر غني د څرګندونو په غبرګون کې سرتاج عزیز وویل چې د افغانستان انتقادونه ورته د درک وړ دي ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه په جګړه کې د طالبانو له لوري مات شوي دي.
سرتاج عزیز په خپله تازه مرکه کې بیا دا موضوع په بل ډول یاده کړه، ویې ویل، په ۲۰۱۴ م کال له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د دولت وسله والو مخالفانو بریدونه زیات کړل او د افغانستان حالات یې خراب کړل.
ده په امرتسر کې د ولسمشر غني د څرګندونو په اړه وویل چې نهیلوونکې وې.
د افغانستان حکومت نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي بلکې یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې د طالبانو مشران له خپلې خاورې وباسي او وسلې و پیسې پرې بندې کړي.
خو سرتاج عزیز وايي چې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب په عملیاتو کې د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې مرکزونه ویجاړ شوي او نور طالبان د پاکستان له خاورې څخه عملیات نه کوي.
یاره دا سړی یې چې ما ته په لاس راکړی وای، په خوله کې مې ورته لرګی ټک واهه، پښې پورې یې مې ورته پړی تاړه او د سپي په څېر مې کش کاوه. دخدای لعنت دې وي او په دغه خنځیر دې وي چې دی د پنجابیانو سپیتوب کوي او د افغانانو په مرګ ژوبله داسې په خوند او شخوند سره خبرې کوي.
محترم سرتاج عزيز صاحب د ديالوګ خبرې کوي، ماته سوال دادی چې ديالوګ خو د دوه مخي انسانانو سره هيڅ کله نه کېدونکی دی. تېره اونۍ زه د ژباړنې د پاره د المان يو ښار ته تللی وم، مازيګر وو چې يو رستوران ته ولاړم او هلته مې يو پيتزا وغوښته. د رستورانت مالک يو پنجابی وو، د هغه سره مې وپېژندل بيا يې د خپل ورور قصه وکړه، چې ورور يې عسکري صاحب منصب دی او شپږ مياشتې په افغانستان کې د افغانستان دولت په ضد جنګيږي او درې اونۍ په کور کې وي. په دی خبرې سره په معېده مې درد پېدا شو، بې ددې چې خپل ځان موړ کړم، د رستورانه ووتلم.
اوس چې د دغه افغان دښنته ګاونډيانو غولونکي خبرې اورم نو اور راباندې ولګيږي.
فقط زه دومره وايم چې مونږ بايد نور هيڅ کله ونه غوليږو، د پاکستان د سولح خبرې يواځې د افغانانو تېر ويستل دي او بس.
سر تاج عزیز ملامت نه دئ ، ځکه دی خپله یو زوړ (( ګې )) دئ ،
داسی بیشرمه سړی ما په عمر کښی نه وو لیدلی غنی صاحب ډیر ښه کار وکړ او په ټولو بیشرمه او کفر ته نږدی پنجابیانو یی پطرول واچول او دغه بول ډاګ ډیر بیشرمه سړی دی ماداسی بی حیاه سیاست مدار ندی لیدلی د پاکستان فوج او حکومت د دجالی پروژو تدبیق کوونکی دی او غواړی مسلمانان له نړی ختم کړی ولی افسوس چی دا په نامه طالبان خو ددوی غلامی نکولای
داد د پنجاب دسر تاج عزیز رښتیا وایی ځکه چی یوازی امنیتی قواوی او په سر کی یی د ملی امنیت قهرمان او د افغانستان د ملی هویت ريښتینی سانتدوی دداسی سولی سره هیڅکله دداسی چا سره سوله نه شی منلی چی د پجاب لکۍ ورپوری نښتی وی او سرتاج عزیز به هماغه سړی مونږ ته په میز کښینوی چی ددوی لکۍ ورپوری وی