تاند- په امریکا کې د پاکستان د دوه مخې پالیسۍ په باب د بحثونو له ډېرېدا سره په یو وخت د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د چهارشنبې په ورځ /جولای ۱۳/ وویل چې د امریکا یوازې یوه برخه روڼاندي او نظرخاوندان فکر کوي چې باید پاکستان ته د دښمن په سترګه وکتل شي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د سرتاج عزیز اشاره د کانګریس وروستیو بحثونو ته وه. د کانګریس په وروستۍ غونډه کې په دې باب بحث وشو چې پاکستان د امریکا دوست دی او که دښمن. (نور)
سرتاج عزیز په یوه تلویزیوني مرکه کې ادعا وکړه«په امریکا کې دا اندېښنې د افغانستان او هند د تبلیغاتو له امله رامنځته شوي، دا تبلیغات سبب شوي چې د کانګریس ځیني غړي پاکستاني ضد نظر خپل کړي.»
سرتاج عزیز همداراز وویل«د امریکا کانګریس په اسلامي نړۍ، جنوبي اسیا او د افغانستان د مسلې په حل کې د پاکستان له اهمیته خبر دی. خو د کانګریس هغو غړیو چې په دې برخه کې معلومات نه لري بې اساسه اندېښنې مطرح کړې. موږ هڅه کوو چې د دغو اندېښنو ځواب ووایو.»
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل«امریکايي پلاوی د سناتور جان مکین په مشرۍ په وروستیو کې د میرانشاه د سفر په لړ کې د تروریزم په وړاندې د پاکستان پر بریاوو حیران شو او د پاکستان له لوري یې د تروریستي ضد پېښو مخنیوی په داسي حال کې وستایه چې په نوره نړۍ کې دا ډول پېښې په زیاتېدو دي.»
دا په داسي حال کې ده چې سناتور جان مکین د پاکستان او افغانستان له سفره امریکا ته تر ګرځېدو وروسته وویل چې د پاکستان له خاورې له وسله والو طالبانو سره پوځي او مالي ملاتړونو د افغانستان حالات سخت کړي دي.
سناتور جان مکین وویل، د پاکستان په خاوره کې د وسله والو طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې د خوندي پناهځایونو له ویجاړېدو پرته په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ناشونې ده.
ستاسی زړی دوښمنی زمونږ وطن لدی حال سره مخ کړی ، هوښیار طالب هم ستاسی زیږنده دی ، ولی لمر په دوه ګوتو پټوی ، تاسی یی چی ټولی نړی ته ترهګر تربییه کوی او تروریستی عملونه ترسره کوی که تاسی ثبوت غواړی اجازه ورکړی چی پلټنه وشی ، که یی نه منی ملا منصور ، ملا اسامه ، ملاعمر و اونور ستاسی د آی ایس آی نه چیرته پټ وو ستاسی له کوره ټول شیان راوزی بیا ووایی حقیقت تریخ دی انشاء الله ستاسی به داسی حال شی چی بیا به نجات پیدا نکړی که خپله فالیسی ته تغیر ونکړی ، که سترګی او عقل لری همدا یی وخت دی د فرعون د غرقیدو په وخت کی توبه قبوله نشوه
په دی نه حیران چی څمره ورانکاری موه له منځ نه وړی په دی حیران چی بی غیرته یی پاکستانیانوه چی خپل مسلمان وروڼه موه ووژل
افسوس سناسی په مسلمانی او غیرت
ستاسی بی غیرتی ته حیران ده
شکوڼه
سلام درندو لوستونکو دغه د پاکستان بول ډاګ ډیر نامسلمانه او دروغجن سړی دی خدای خو نه یادوی خو ټول عمر یی د مسلمانانو لپاره دسیسی جوړی کړی دی افغانانو هوښیار اووسی چټلستان په ګوڼدو دی انشالله او ډیر زر به سره اتومه ورک شی