تاند- د پاکستان د ملي امنیت او د نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن /دوشنبه/ په واشنګټن کې وویل چې پاکستان تیار دی له متحدو ایالتونو سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې پر حقیقي مشارکت(ستراتیژیکو همکاریو) بدلې کړي.

سرتاج عزیز د امریکا او پاکستان د ستراتیژیکو خبرواترو په پیل کې وویل، سره له دې چې پاکستان درنه بیه پرې کړې دا هیواد چمتو دی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د هرې حل لارې ملاتړ وکړي.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په زغرده وویل چې د افغانستان سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده. کرزي د یو شمېر افغانانو هغه شک تایید کړ چې د افغانستان جګړه په مصنوعي ډول د پاکستان په ملاتړ د امریکا له لوري جاري ساتل شوې ده.

خو سرتاج عزیز یو ځل بیا وویل چې د افغانستان سوله د پاکستان له سولې او ثبات سره مرسته کوي.

ښاغلي عزیز وویل: پاکستان ډاډه دی چې د امریکا متحد ایالتونه یې یو متحد دی. ده دا هم وویل چې د پاکستان حکومت ژمن دی چې د امنیت او انرژۍ ستونزې حل کړي. «موږ هیله لرو چې د امریکا متحد ایالتونه به راسره مرسته وکړي چې د انرژۍ ستونزه حل کړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې له پاکستان سره د ستراتیژیکو اړیکو ټینګول له ډېر پخوا څخه د ده شخصي هیله وه.

ده زیاته کړه:«زه په دې خوشالېدم چې دا اړیکې پر حقیقي مشارکت بدلې شي.»

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ټینګار وکړ چې د اسلام اباد او واشنګټن همکارۍ پراخې مسلې ورنغاړي او دا په افغانستان او له دې هیواده د امریکايي او ناټو پوخیانو په وتلو پوري نه محدودېږي.

5 thoughts on “سرتاج عزیز له امریکا سره د ستراتیژیکو خبرو په پیل کې د افغانستان سوله مهمه وبلله”
  1. ددی ډیر امکان شته چی پاکستانیان اوس دافغانستان دلانجی هوارولوپه لټه کی شی ځکه ورځ تربلی هغه اوراوس په خپله پاکستان کی تاوجن کیږی کوم چی ددی اور ترشا آی اس آی ولاړ دی په تیره یوه اونی کی دچاودنواوهمداراز دفرقه یی تشدد له امله نژدی دوه سوه تنه عام اودولتی کسان په پاکستان کی وژل شوی نواوس که پاکستان دخپل هیواد دمستقبل لپاره هر ګام اخیستونکی وی نودااړینه بولی چی باید ترهر څه مخکی دخپل هیواد دخیر په خاطر په افغانستان کی دسولی راوستوپه تکل کی شی اوبله داچی داویره هم ورته شته چی که بهرنی قواوی له افغانستان څخه ووځی نو په افغانستان کی دیوی تشی خلا راتلو په صورت کی به په پاکستان له هره پلوه فشار زیات شی اوهمداراز هغه مالی لګښت چی په پټه دامریکی لخوا باکستان ته دطالب روزلو لپاره ورکول کیږی دامریکی نارضایتی به ددی سبب شی چی دغه پیسی نور باکستان ترلاسه نکړی اوهم داچی پاکستان پوهیږی چی نور هیڅ کله هم طالبان داویایمی لسیزی په څیر بیا قدرت ته نشی رسیدلی نودغه اودی ته ورت نوره مایوسی پاکستانی چارواکی دی ته تلوسه کړی ترڅو په هرډول چی کیږی وروسته تردی ا فغانستان کی دثبات لپاره یوقدم واخلی

  2. واقعا همداسی ده چی پاکستان زمونږ له روانی غمیزی ډیره ګټه واخیسته او زمونږ د شهیدانو په شمار پاکستان له پرمختللی نړۍ نه په میلیونو دالر تر لاسه کړل او د خپل هیواد اقتصاد یی پری ژوندی ساتلی دی. خو افسوس زمونږ پر حال چی په خپلو منځو کی سره لویدلی یو . خپل اولادونه په یوه او بل نوم سره وژنو. ټول اقتصادی بنسټونه وران او ویجاړ شول. ځوانان له ښوونځیو او تحصیل نه بی برخی شول.
    پاکستان د بین المللی قواود اکمالاتو او ترانزیت، د هغوی له نظامی وسایلو له چور او چپاوله نیولی بیا تر مستقیمو بلاعضو او طویل المدتو قرضو نه ګټه واخیسته او له ټولی نړۍ سره یی اړیکی هم فعاله او ژوندی ساتلی دی که څه هم بن لادن یی د هیواد د پلازمینی ترڅنګ وموندل شو خو د تروریزم پرضد جګړه کی مونږ وسوځیدلو.

  3. په دواړو ګاونډيو هیوادو کې سوله دواړو ته اړينه ده ، د ا نشي کيدای چې د پخوا پشان پاکستان خپلې ګټې د افغانستان په بې ثباتۍ کې ولټوی او پخپله د خير په غونډۍ کيني اوس هغه اور چې پاکستان لګولئ زمونږ د يتيمانو چغو او نارو د دوی خپلې لمنې ته ورساوه { مه کوه په چا ، چې وبه شي په تا }خدای دې ورته هدایت وکړي چې د زړه له تل څخه دوستي وکړي او د دواړو هیوادو اولسونه په سوله کې ژوند وکړي

  4. مکوه په چا چه وبه شی به تا پاکستان دی اوس زغمی کوم اورچه دوی بل کری وه اوس دی خوندونه تری اخلی تباه اوبرباد دی شی دپاکستان آی اس ای نه عوام خلک

  5. مګر زه بیا پدی باور یم چی پاکستان اوس له امریکا سره په نوی شیطانی تړون لاسلیکولو موافقی ته رسیدلی نو امریکا ته یی دا خنځیر لیګلی تر څو بیا د افغانانو په وژلو اوږدمهالی تړون د ډالرو په مقابل کی امضا کړی. دا وخت اوس امریکا له افغان ولسمشر حامد کرزی نه ناامیده شوی او هر قسم جادو یی پری کار ونکړ نو اوس دی منافیقینو (پاکستانیانو) ته خه طلایی چانس په لاس ورغی تر څو خپل شوم اهداف بیا د اسلام دی چپنی لاندی د جنت په ړندو لیونیانو تر سره کړی. الله دی دا منافق هیواد د ځمکی له مخی منحل کړی چی دی نړی مسلمانان تری ارامه شی……

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *