تاند- د پاکستان حکومت نن رسماً هغه راپورونه تایید کړل چې پر اساس یې ویل شوي و چې دا هیواد د طالبانو د مشر بندي مرستیال ملاعبدالغني برادر خوشي کوي.
پرون پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د ناڅرګندو چارواکو په قول ویلي و چې دا هیواد غواړي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره ملاعبدالغني برادر سعودي عربستان یا ترکیې ته وسپاري.
سکای نیوز نن د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز په قول وویل چې دا هیواد به په یوه میاشت کې دننه عبدالغني برادر خوشي کړي خو خپل هیواد(افغانستان) ته به یې ونه لېږي.
ده زیاته کړه:«په اصولو کې موږ د ده له خوشي کولو سره موافقه کړې ده. د خلاصون پر وخت یې خبرې کېږي… فکر کوم په همدې میاشت کې به خوشي شي. خو افغانستان ته به ونه سپارل شي.»
سرتاج عزیز ونه ویل چې ملا عبدالغني برادر به کوم هیواد ته وسپارل شي او که به په پاکستان کې وي.
خو پرون پاکستاني چارواکو ویلي و چې د پاکستان، افغانستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د ملابرادر د خوشي کېدو او د سولې د بهیر د راتلونکي پړاو په اړه خبرې روانې دي.
د پاکستان له لوري ترکیې او یا سعودي عربستان ته د ملابرادر د سپارلو په صورت کې دا احتمال شته چې د طالبانو دفتر د قطر په ځای ترکیې یا سعودي ته ولېږدول شي.
د پاکستان حکومت د افغانستان د سولې بهیر ته خوشبیني ښکاره کړه، ویې ویل، دا اقدام به یقیناً د سولې په خبرو کې مخ په وړاندې حرکت راولي.
د افغانستان ولسمشر په ځلونو له پاکستانه د ملابرادر د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
ویل شوي چې کرزي د پاکستان د وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستانه یو وار بیا وغوښتل چې ملا برادر پرېږدي چې له ده سره کابل ته لاړ شي.
سرتاج عزیز هم دا خبره تایید کړه، ویې ویل:«ښکاره ده چې ولسمشر کرزي غوښتل چې ملابرادر ورسره کابل ته لاړ شي، خو موږ داسي احاساس کړه چې که ټاکل شوې وي چې دی د سولې په بهیر کې مثبت رول ولوبوي بیا نو پکار ده چې هغسي یې ولوبوي چې د دوی خپله شورا او رهبري یې غواړي.»
سرتاج عزیز وویل چې بندي طالبان تر هغو رول نه شي لوبولی تر څو چې خوشي شوي نه وي او ولسمشر کرزي هم له دې مسلې سره د نظر یووالی درلود چې دوی باید خوشي شي.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې کوم شی سبب شوی چې پاکستان یې د ملابرادر خوشي کولو او د افغانستان د سولې له پروسې سره مرستې کولو ته هڅولی دی.
اړوند خبر
دملا عبدالغنی برادرخوشی کول به دسولی پروسه چټکه کړی ځکه چه ملا برادرډیرمخکی غوښتل چه دافغانستان دحکومت سره سوله وکړی خوکله چه دپاکستان آي اس آی دهغه له پلان نه خبرشونو نوموړی یی اسیرکړ