تاند- د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نن /شنبه/ وویل، دغه هیواد ته د افغان طالبانو د پلاوي له ورتګه خبر نه دی.

سرتاج عزیز دا خبره وروسته له دې وکړه چې ګڼو رسنیو د پاکستاني او افغان دیپلوماتانو په قول وویل چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر درې کسیز پلاوی اسلام اباد ته تللی څو پاکستاني چارواکو ته په دوحه کې د افغانستان د حکومت، طالبانو او امریکا د وروستیو خبرو په باب معلومات ورکړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس نن په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر حضرت عمر زاخېلوال او یوه پاکستاني چارواکي په قول وویل چې د طالبانو پلاوي له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

سرتاج عزیز د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته ډان نیوز تلویزیون ته وویل«د طالبانو پلاوي ځي – راځي پخوا راغلي  خو اوس د طالبانو د پلاوي راتګ نه شم تاییدولی.»

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار زیاته کړه، هرڅوک په افغانستان کې د سولې لپاره هڅه کوي او په دې کار کوي چې خبرې اترې دوام وکړي. کېدای شي چې په افغانستان کې د پخلاینې لپاره د څلورو هیوادونو د همږغۍ څلور اړخیزه ډله فعاله شي.

کله چې له سرتاج عزیز څخه وپوښتل شول چې ایا دا امکان ویني چې طالبان په راتلونکي کې د افغانستان په حکومت کې شامل شي، ده وویل، «همداسي ښکاري خو ډېر ګامونه باید لا واخیستل شي څو دې پړاو ته خبره ورسېږي.»

ډان نیوز او اسوشیتید پریس خبري اژانس د یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستی، له قوله ویلي چې د طالبانو د قطر د دفتر پلاوي په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

دې ډلې په دوحه کې د افغانستان له حکومت سره د خبرو په اړه د ګارډین ورځپاڼې راپور رد کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *