تاند- د پاکستان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ سلاکار سرتاج عزیز د جمعې په ورځ وویل چې پاکستان او افغانستان موافقه وکړه خپل منځي اعتماد بېرته رامنځته کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې سرتاج عزیز له کابله اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته د پاکستان دولتي تلویزیون (پي ټي وي) ته وویل، دواړو خواوو دغه راز موافقه وکړه چې د یو بل پر خلاف به تورونه نه لګوي.
ده همداراز وویل چې په کابل کې یې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره وکتل.
سرتاج عزیز وویل، د افغانستان د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ د شپږمې غونډې ترڅنګ یې له ولسمشر غني سره په کتنه کې د پاکستان اندېښنه هغه ته څرګنده کړه.
ده دا هم وویل چې د افغانستان چارواکو ته یې په کابل کې د پاکستان د سفارت د امنیت موضوع هم یاده کړه.
تېره اوونۍ پاکستاني رسنیو ادعا وکړه چې په کابل کې د پاکستان د سفارت کارکوونکي او دیپلوماتان د ناپېژندویو کسانو له لوري تعقیب کېږي.
سرتاج عزیز دا هم وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به د راتلونکي نوومبر په لومړۍ نېټه پاکستان ته سفر وکړي.
له نواز مردار یی رانیولی تر رشید او سرتاج عزیز پوری دا ټول دوه مخی منافقین دی ؛ افغانانو ښه پیژندلی دی د دوی یوی خبری ته هم اهمیت نه ورکوی او باید چی په دوی اعتماد ونه شی