سرتاج عزیز

تاند- فرانس پریس خبري اژانس د سرتاج عزیز له خولې ویلي چې د پېښور د سې شنبې د ورځې حمله د پاکستان لپاره د سپټمبر یوولسمه (۹/۱۱) وه.

د سپټمبر پر یوولسمه القاعده شبکې پر امریکا تروریستي بریدونه کړي ول. له دې حملو وروسته امریکا د نړیوال ايتلاف په مشرۍ په افغانستان کې د طالبانو رژیم وپرزاوه، القاعده او طالبان یې پاکستان ته پسې واخیستل.

سرتاج عزیز وویل، هماغه راز چې د سپټمبر یوولسمې امریکا بدله کړه، د دسمبر شپاړسمې د پاکستان په پالیسۍ کې لوی بدلون راوست.

ظاهراً د سرتاج عزیز اشاره دې ته ده چې نور به د طالبانو له ملاتړه لاس اخلي او خپلو جیوپولیټیک او سیاسي هدفونو ته د رسېدو لپاره به طالبان نه استعمالوي.

فرانس پریس خبري اژانس وايي، له ډېرو کلونو راهیسي پر پاکستان تور دی چې د سخت دریځو پالنه کوي او دوه مخې پالیسي لري، خو په دې مرکه کې سرتاج عزیز په زغرده وویل چې د پېښور د پوځي ښوونځي له حملې وروسته دا مفکوره ختمه شوې ده.

«پر دې ډلې (طالبان) بریدونه کوو، پر دې ډلې د حملې نه کولو امتیاز تقریباً پای ته رسېدلی دی. موږ نور دې نتیجې ته رسېدلي یوو چې په نهایت کې دا ټولې ډلې د یو بل ملاتړ کوي او که څوک د هغوی ترمنځ توپیر وکړي، په حقیقت کې دغو ډلو ته مهلت ورکوي چې په مستقبل کې موږ ته خطرناکې دي.»

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني له سفره وروسته سرتاج عزیز په یوه مرکه کې افغان طالبانو ته په اشارې ویلي و چې له هغو طالبانو سره کار نه لري چې پاکستان ته ګواښ نه پېښوي. سرتاج عزیز وروسته خپله خبره بېرته واخیسته، ویې ویل چې خپله خبره یې سمه نه وه رسولې.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف هم په پېښور کې د سیاسي ګوندونو د مشرانو په غونډه کې اعلان وکړ چې نور به پاکستان د ښو او بدو طالبانو توپیر ونه کړي او تر څو چې حتي یو ترهګر هم پاتې وي، د هغو پر ضد به جګړه روانه وي.

2 thoughts on “سرتاج عزیز وايي، د پېښور حمله د پاکستان لپاره د سپټمبر یوولسمه وه”
  1. سر تاج عزيز ته يو بيغام.!
    ورور درته ووايم او يا همسايه خطاب درته وكرم.دا تقريباء 36 كاله كيزي جه افغانان او دافغان ملت تول وكري به دي أور كي به درجه اول دباكستان، أمريكي،او سعودي دلاسه سؤز ول كيزي.
    اوبه دوهمه درجه دروس او ايران او دامريكي دمتحدينو دلاسه.هر خومره مو جه به تاسي زغ وكر ولي خانونه مو كانه واجول جه مونز خه نه أورو أودّ اهم درته وويل شول جه اخر به دا أور ستاسي لمن ته هم رسيزي او سوزه وي به مو مكر تاسي لا نور هم لركي به كي ويل اوبوي تري جيكيدو.
    به دي نسبت تاسي باكستان اولس ته مسوله او دهغو داولادو دقتل مسوليت ستاسي دولتي جارواكو به غاره دي.
    اوس هم سروخت دي داسلاميت او همسايه كيري دلحاظه به صداقت نه به منافقت افغانانو ته لاس وركري او به شريكه داينده دباره دداسي غميزي خخه جه د دوارو خواو ته متوجه دي.دنجات لاره بيدا كري.
    داهم درته به داكه وايم كه جيري دترو ريستي او انتحاري تربيه تي مركزونه به خبله خاوره كي ونه تري اوبه ضدءي جدي اقدام ونه كري دباكستان نقشه به يا نيم كري أويا به داسيا خخه توله شي..
    زه يو نظامي تيوري سن يم زما وينا ته به سبكه نظر ونه كوري.

  2. سرتاج عزیزه!
    که خدای کول، دادی اوس دې د افغانانو په غولي باندې د اور دلمبو او بشر د سوځیدو مزه لږ وڅکله، ورو ورو به نورهم وسوځیږي، شته زور او طاقت به دې هم اوبه شي، په لاس کې وسله به دې هم له کاره ولویږي، ټوله د چټلستان دشیطانت او بې لارۍ خاوره به هم خپله جزاء او بد بدل ورګوري.
    دابه هغه وخت وي چې افغانان او د ټولې نړۍ نور انسانان به هم ستاسو د شر او بدو څخه په امان شي. اېله به د خپل عمل او کردار په سزا ورسیږﺉ. پریږده چې لږ خو حالت تاسې هم وڅکئ چې د بچیانو مرګ او د میندو بورول څرنګه درد او ماتم لري. داسې غم او ماتم چې هره ورځ ستاسو د روزلیو په لاس زمونږ په کورونو کې روان دی.
    الله تعالی مو نور هم تباه او هلاک کړه چې افغانان درڅخه خلاص او وژغورل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *