تاند – د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، چې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو په اړه د خبرو لپاره په واشنګټن کې دی، تېره شپه وویل چې له کرزي وروسته د افغانستان له نوي حکومت سره د طالبانو د خبرو احتمال ډېر دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې سرتاج عزیز د جان هاپکنز پوهنتون د نړیوالو څېړنو په پوهنځي کې وویل:«پاکستان باوري دی چې که طالبان د افغانستان له نوي حکومت سره خبرو ته لېواله وي په دغه هیواد کې د سولې د درېدلي بهیر د بېرته پیلېدو چانس شته.»

ده همداراز وویل:«زه داسي احساسوم چې په افغانستان کې به له انتخاباتو وروسته طالبان احتمالاً د دغه هیواد له نوي حکومت سره خبرو ته زیاته لېوالتیا ولري.»

سرتاج عزیز هیله څرګنده کړه چې د ۲۰۱۴ کال تر پای ته رسېدو مخکې به خبرې پیل کړای شي.

ده همداراز وویل چې د پاکستان حکومت به د سولې په بهیر کې د ملابرادر له ګډون سره مخالفت ونه کړي او ښايي نوموړي ته اجازه ورکړي چې یوه درېمګړي هیواد ته لاړ شي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د ملابرادر په اړه، چې اوس په پاکستان کې نظربند دی، دا هم وویل چې د نوموړي په وړاندې حساسیستونه شته ځکه چې امریکا ورته د امنیتي خطر په سترګه ګوري.

سرتاج عزیز یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان د افغانستان په بې ثباته کېدو اندېښمن دی.«موږ په نوي یمه لسیزه کې په افغانستان کې د یوې لویې کورنۍ جګړې توقع نه لرله. خو دغسي ونه شول.»

سرتاج عزیز زیاته کړه:«که د افغانستان انتخابات له پروګرام سره سم ترسره شي او نوی حکومت امنیتي ګواښونه کنټرول کړي د طالبانو د حملې احتمال به ډېر لږ وي.»

ویل کېږي چې پاکستان د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ځانګړي کاندید د بریالي کېدو هڅه کوي څو په دې وسیله په افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي شي.

6 thoughts on “سرتاج عزیز وايي، طالبان به د افغانستان له راتلونکي حکومت سره خبرې وکړي”
  1. سرتاج عزیز د افغانستان په باب داسی خبری کوی لکه د افغانستان ولسمشر چی وی. دی په پوره واک او اختیار د افغانستان کورنی او باندینی سیاست جوړوی او وایی چی طالبان به له راتلونکی منتخب ولسمشر سره خبری وکړی او ملا برادر د دی لپاره نه خوشی کوی چی له هغه امریکا ویره لری. د افغانستان د راتلونکی کورنۍ جګړی وړاندوینه هم کوی.
    که په طالبانو کی لږ غیرت وی نو اوس د دا وضیحه کړی چی دوی خپل مستقل سیاست لری او هر وخت له هرچا سره چی وغواړی خبری کولای شی او د افغانستان ملی منافع او ګټی دوی ته له پاکستان او بل هر هیواده مهمی او اولویت لری. دوی باید د ملا برادر اونورو بندی ملګرو د خلاصون جدی غوښتنه وکړی.

  2. خالق تعالی دې دا د شرم تبخی یعنې چڼي/طالبان په شرمونو وشرموي چې دوی خو افغانان او په تېره بیا پښتانه سپک او ذلیل کړل چې اوس یې ټولې تګلارې ورته پنجابیان ټاکي. توف او شرم دې وي په داسې بدبختو او د پردیو په تالیڅټو سپیو باندې.

  3. ای هغه کسانو چی تاسی ته راجع وی فکر وکړی احساس دځان سره پیداکړی دغلامی سه ځان خلاص کړی دا څه وایی دا ستاسی مشر دی دا تاسی دمرګ څخه ساتی دغه تاسی ته زوند درکړی دی زوند او مرګ دحق تعالی (ج)په لاس کی دی رزق خدای درکوی دخطراتو افاتو بلایاتو سه مو خدای ساتی پریږدی دپردو غلامی

  4. د قيامت راتلل حق دي او سوال ځواب شته ، ائ د پرديو تالي څټو ! د خدای نه وویریږۍ نور دا بی ګناه خلک چې په نړۍ کې د سوچه مسلمانو په صفت پیژندل شوی مه ځوروۍ او بهرنيانو ته د پاتې کیدو بانه په لاس مه ورکوۍ ، که نه د حشرپه ورځ به د کونډو او تيمانو لاس او ستاسې ګریوان وی

  5. السلام و علیکم زما ګرانه افغان ورونو!
    .خپه کیړی مه، سرتاج عزیز د طالبانو عزیز ، سرتاج او ویاند دی،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *