تاند- د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز، چې د هند په امرتسر کې یې په «اسیا زړه کنفرانس» کې ګډون کړی و، خپل هیواد ته تر ستنېدو وروسته په اسلام اباد کې په بیړه یوه خبري غونډه وروبلله او د افغانستان د ولسمشر څرګندونې یې وغندلې.
ده وویل«د اشرف غني څرګندونې خواشینوونکې دي. دا په کابل کې د ناکرارۍ ښودنه کوي او له دې کبله د درک وړ دي چې د افغانستان امنیتي حالات مخ په خرابېدو دي.»
د افغانستان ولسمشر په اسیا زړه کنفرانس کې پاکستان د افغانستان خلاف په نااعلان شوې جګړه تورن کړ او د پاکستان له لوري یې د تروریزم د ملاتړ د ثابتولو لپاره د یوه اسیايي یا نړیوال سیستم د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني د افغانستان د انکشافي پروژو لپاره د پاکستان ۵ سوه ملیون ډالري مرسته رد کړه، ویې ویل چې پاکستان دې دا پیسې د تروریستانو په مخنیوي ولګوي.
خو سرتاج عزیز وویل چې د افغانستان ولسمشر د پاکستان د پنځه سوه ملیون ډالري مرستې په اړه متفاوت نظر لري. ده د افغانستان پر سوکالۍ د دغو پیسو د لګېدو لپاره د چین، پاکستان او افغانستان په ګډون د یوه درې اړخیز کمیسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.
سرتاج عزیز دا هم وویل چې هیواد یې چین ته ډاد ورکړ چې خاوره به یې د افغانستان پر ضد نه کارول کېږي.
د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تېره اوونۍ کابل او اسلام اباد ته لاړ. ده د کابل ـ پېښور، او کوټې – کابل ترمنځ د رېللارې د جوړېدو وړاندیز وکړ.
سرتاج عزیز د هند د سفر په ترڅ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وکتل.
«ما ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې د افغانستان پر ضد کار واخیستل شي. خو د دې ترڅنګ مې پر دې هم ټینګار وکاوه چې د پولو د ښې ادارې اړتیا شته.»
ده د پاکستان په اړه د ولسمشر غني د څرګندونو په اړه وویل چې افغان ولسمشر هغه څه وویل چې هند یې د اورېدو غوښتنه کوله.
سرتاج عزیز په عین وخت کې وویل«له افغانستان سره زموږ اړیکې مستقلې دي او موږ ته پکار ده چې په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار ادعا وکړه چې هند هڅه کوي چې له افغانستان څخه د خپلو ګټو لپاره کار واخلي خو په دې کار کې به بریالی نه شي.
«د هند دا هلې ځلې چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکې خرابې کړي، نه بریالۍ کېږي، ځکه چې زموږ اړیکې مذهبي او کلتوري دي. له همدې کبله وایو چې باید تروریزم په افغانستان کې پای ته ورسېږي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار، چې تر ټاکلي وخت یوه ورځ وړاندې هند ته لاړ څو د هند او پاکستان د دوه اړخیز دیالوګ لار هواره کړي، موقع ترلاسه نه کړه چې له صدراعظم مودي سره جلا او یوازې وګوري. ده د هند د بهرنیو اړیکو له سلاکار سره یوازې څو متره قدم وواهه.