تاند- د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، د امریکا متحد ایالتونه له پاکستانه غواړي چې د افغان طالبانو پر ضد اقدام وکړي خو پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره جګړه نه شي کولی.
سرتاج عزیز د یکشنبې په ورځ د پاکستان له دولتي تلویزیون (پي ټي وي) سره په مرکه کې وویل، امریکايي چارواکي دا ناسم تصور لري چې پاکستان د ځینو طالبانو یا حقاني شبکې ملاتړ کوي حال دا چې پاکستان د طالبانو ټول تاسیسات د ضرب عضب په عملیاتو کې له منځه وړي دي.
ده زیاته کړه:«اکثره کسان چې په افغانستان کې جنګېږي له داخله (افغانستان) جنګېږي خو دا تصور شته چې پاکستان باید (په خپله خاوره کې) د دوی خلاف اقدام وکړي.»
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار د سولې د خبرو په باب وویل، پاکستان د اسیا زړه کنفرانس په لړ کې د همږغۍ لپاره د څلور اړخیز ګروپ په جوړولو بریالی شو او دې ګروپ ښه میکانیزم رامنځته کړ.
د افغان چارواکو په وینا پاکستان د همدې ګروپ د غونډو په چوکاټ کې افغانستان او د څلور اړخیز ګروپ دوو نورو غړیو ته ژمنه ورکړه چې افغان طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي او که طالبان حاضر نه شول د هغوی خلاف به په خپله خاوره کې اقدام کوي. خو سرتاج عزیز اوس وايي چې پاکستان ولي د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې د چا خلاف جنګ وکړي.
سرتاج عزیز پي ټي وي ته وویل:«زموږ نظر دا دی چې تاسو (ناټو او امریکا) له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي جګړه کوئ، خو جګړې سوله رانه وړلی شوه، اوس یوازینۍ لار خبرې اترې دي. که طالبان افغانستان نیولی نه شي نو تر کلونو پوري جنګ کولی شي.»
سرتاج عزیز په عین حال کې وویل چې پاکستاني چارواکي او طالبان د سولې د خبرو پر سر اختلاف لري.
«موږ یوازې طالبان د خبرو مېز ته حاضرولی شو خو په نهایت کې باید افغانستان ورسره خبرې وکړي. د افغانستان حکومت باید په میدان کې خپل موقف غښتلی کړي او دوهم دا چې دوی باید طالبانو ته څه وړاندې کړي چې دوی یې د جګړې په میدان کې نه شي ترلاسه کولی او بالاخره باید دا پروسه دوامداره وي.»
د پاکستان د بهرنیو اړیکو د سلاکار په وینا د جګړې په میدان کې وضعیت د افغانستان د حکومت په ګټه واوښت د سولې خبرې ممکن پیل شي.
ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د وروستیو ستونزو په اړه وویل، مضبوطې پولې، چې مقررات پکې رعایت شي، د دواړو هیوادونو په ګټه دي.
ده هیله څرګنده کړه چې پاکستان ته د افغان پلاوي په سفر کې به په دې برخه کې د دواړو هیوادونو اختلاف حل شي.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه) د دواړو خواوو له خبرو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی خبرې په صمیمانه فضا کې وشوې او پرېکړه وشوه چې د خپلو خبرو په باب به له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وکړي او نورې خبرې به د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره د جون په ۲۳ او ۲۴ مه په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غونډې ترڅنګ وکړي.
awela kho da beghairata qawm tool omer droghwaye da zeka wayem chi dadi nesho kawely no byade da shamalee wazeristan genobee wazeristan swat bajawer khaibar egensy korma egenciy per poshtano bandy wor waly bal kero os chi amrikayano paisy darbandy bande kry no os de warki de afghanistan nom rashamil kro , aslan da dasi policy wa chi mree kho pokhtane be mree na warki de panjab tawan shta aw na warki de pakistan bankona khalee kegee de amrika na de kal 700,000000 dollar akhla aw khpel drogh warbandy kharsawa aw de amrika de yew motahid pe tawar bretoona tawawa..
Monafiqa stasi monafiqat har cha ta malom de hes wakht ba hagha kar wa na kri che haghi sara Afghan qoom ta faida rasigi nor afghanan hes de fakistan pa kesa na she ka taliban solha wakri dui pa ke faida der gher dui ba estimaligi faida ba hamdagha monafiqeen wri
we don’t want you to fight against afghan talaiban in your land we want to you stop arm them and train them in your land
د انګریز مزدوره، نامسلمانه، منافقه، بدرنګه ابلیس ته ورته دال پتیه! تاسو د لاسه پښتون ټبردړې وړې دی۰ الله تعالی دې ستاسې تباهي راوویني۰
مولانا سمیع الحق اوفضل الرحمان !!
د ایمان تقاضا خو داده چه خپل عزیز ته ووایاست چه نور انسانیت او پاکستان مه شرموه ته دجمهوری اسلامی پاکستان رکن یی خو له همدی ځایه
دروغ وایی
په عهد وفانکوی
په امانت د مسلمانانو کی خیانت کوی
پس ته څوک یی؟