تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز پرون کابل ته تر راوانېدو مخکې وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د مثبتو او ښو اړکو ټینګولو ته ځان ژمن ګڼي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی عزیز سبا /یکشنبه/ کابل ته راشي او د افغانستان د ولسمشر په شمول له زلمي رسول او نورو افغان چارواکو سره د افغانستان او د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان د نوي حکومت پر اړیکو او د قطر پر درول شوي بهیر خبرې وکړي.
پاکستان څو ځلي ویلي چې د قطر بهیر دې بېرته پیل شي څو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې روغه جوړه ممکنه شي.
سرتاج عزیز پرون/جمعه/ کابل ته تر راروانېدو مخکې د امریکا وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته وویل: پاکستان له افغانستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او«زموږ په افغانستان کې سولې او ثبات ته زموږ ژمنه نه ختمېدونکې ده.»
پخوا پاکستاني سرچینو د دغه هیواد د نوي صدراعظم له قوله ویلي چې نوازشریف به لومړنی بهرنی سفر کابل او بیا ریاض ته وکړي خو د نوازشریف له واک ته رسېدو سره سم د افغانستان او پاکستان اړیکې، چې د پاکستان له لوري تر ډېره د دغه هیواد د پوځ او استخباراتو له خوا کنټرولېږي، تر پخوا لا زیاتې کړکېچنې شوې ځکه چې په دې موده کې د قطر بهیر تازه پیل شوی و چې افغان چارواکي یې د هیواد د یووالي پرضد دسیسه بولي.
سرتاج عزیز د افغانستان او پاکستان اړیکې ګڼ اړخیز وبلل او ویې ویل چې د دوو هیوادونو سوداګري راکړه ورکړه دوه نیم ملیارد ډالرو ته رسېږي.