سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو مشاور سرتاج عزیز وايي: پاکستان له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د نه لاسوهنې او کوم چا ته د ترجیح نه ورکولو پالیسي اعلان کړې ده.

سرتاج عزیز، چې پرون په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته خبرې کولې، وویل: که د سیمې نور هیوادونه هم د پاکستان په شان پالیسي غوره کړي او دا وسوسه ونه کړي چې د قدرت تشه به ډکه کړي، افغانستان به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې تاریخي فرصت ترلاسه کړي.

سرتاج عزیز دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر او د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړې او یو وار بیا یې د پاکستان تودې ژمنې ترلاسه کړې.

پاکستان، چې ویل کېږي د افغانستان او امریکا د ستراتیژیک تړون له کبله ځان د امریکا په نزد منزوي احساسوي، هڅه کوي چې چین او روسیې ته نژدې شي.

سرتاج عزیز پرون وویل چې د سیمې په اړه د پاکستان دریځ له روسیې او چین سره نژدې دی او په سیمه کې د انډول لپاره هڅه کوي د شانګهای تړون بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.

ده تاکید وکاوه چې په سیمه کې د پاکستان، روسیې او چین هدفونه شریک دي.

3 thoughts on “سرتاج عزیز: پاکستان له ۲۰۱۴ په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي”
  1. Pakistan you been killing us,torchering us,cuting our people heads, destroying our country, damaning roads, culture, unity, but you are going top all these after 2014, why you have to be ashamded from the world and afghanistan, Allah will destroy your country. afghanistan is your neighbor muslim country you had build this support this, cooperate this, assist this, in order to support you in future, but u did not do this, becasue you are the son of shaitan and Jowish and Yahoods, if you were a reall muslim country then you wre going to support us properly but you are a son of british and chines son. you have destroyed and gave a bad name to Islam, Allah will remove you from the surface of the land and world, we will be collected one and will asnwer the questions, you spys killed two young engineers recent cut their head off why this is bolshit and we are beging Allah to tak the revench from you gusy and Sabotaj your military, ISI and whole nation and want indea to come and controle your contry.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *