تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د دغه هیواد د بهرنۍ پالیسۍ مشر سرتاج عزیز سبا کابل ته راځي چې د افغانستان د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ په کنفرانس (RECCA) کې ګډون وکړي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې سرتاج عزیز به په دغه کنفرانس کې د پاکستان د استازیتوب ترڅنګ له موقع په استفاده له افغان چارواکو سره د دوو هیوادونو د اړیکو د ترمیمولو هڅه وکړي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې چې په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته تودې شوې وې، په تېر یوه کال کې اوس تر بل هر وخت سړې دي.
سرتاج عزیز غواړي چې د کابل د دوه ورځني سفر په لړ کې د هند د ملي امنیت له سلاکارې سوشما سوارج سره هم وګوري.
د ریکا یا د افغانستان د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس په ۲۰۰۵ م کال پیل شو او تراوسه پوري یې پنځه غونډې په کابل، نوي ډیلي، اسلام اباد او دوشنبې ښارونو کې جوړې شوي دي.
افغان چارواکي وايي چې د کابل په سبانۍ غونډه کې د سوداګرۍ، ترانسپورت، انرژۍ، د ماینونو د استخراج، خصوصي پانګونې، د مسلکي زده کړو او د بیړنیو پېښو په وړاندې د چمتووالي په شمول پر هغو پرمختګونو غور کېږي چې د ریکا له لومړنۍ غونډې راوروسته شوي دي.