د پیښې په اړه مې اوریدلي وو ځکه خو مې فیسبوک خلاص نه کړ، تر څو چې بیا مې په وینو او د مړو په جسدونو سترګې ونه لګیږي. ځکه بیا مې څو ورځې نه هیریږي، خو د خوب څخه د مخه مې د سبا غونډه راپه زړه شوه او له ځانه سره مې وویل: سبا به خدای خبر غونډه وي که نه؟ هسې ما د همدې غونډې په نامه د سبا ورځې لپاره له ښوونځي رخصت اخیستی و.

اړه شوم چې فیسبوک مې وګورم او د غونډې په اړه ځان خبر کړم. څو پوستونه مې تر سترګو تیر شوي نه وو چې یو انځور مې مخې ته راغی، د هماغه ورځې د پیښې و. یوه مور د خپل سرتیري زوی جنازې ته ناسته وه او د هغه په بې روحه او بې نبضه سینه یې لاس ایښی و. د سرتیري سینه او د هغې لاس دواړه داسې بې نبضه ښکاریدل لکه چې هیڅ کله یې ساه نه وي اخستې.

انځور ډير ځورونکی و، داسې چې ګمان مې کاوه د دې ښځې پټه خوله او اه به مې زما لمن ونیسي او یو عجیب د ګناه احساس یې راکړ.

اوریدلي مې وو چې اتلان نه مري او تل پاتې ژوند لري، خو ما چې د کوم قهرمان( سرتیري) تصویر ته د خپل کمپیوټر په سکرین کتل نو هغه مړ و. هو مړ… او د خپلې زړې او بې وسې مور مخې ته یې بې روحه کالبوت پروت و. د هغه زړه خاموشه او نبضونه یې غلي وو، هو هغه مړ و لکه د بل هر مرګ په څير د هغه مرګ هم دروند او رښتینی و.

سهار وختي له خوبه راپاڅيدم بیا هم د سخت عذاب وجدان سره مخ وم او د هغې مور ارامې او بې غږه او غمجنې څيرې او سترګې مې زړه ریبلو.

راپه زړه شول چې نن مې رخصت اخیستی خو بیا هم پاڅيدم او ښوونځي ته لاړم هلته ټولو راته ویل چې ولې د رخصت سره بیا هم راغلې یم، کوم ځواب مې نه ورته درلود، خو په زړه کې مې ګمان کاوه چې په دې کار سره ښایي د هغې بورې مور له ښیراوو ځان وژغورم.

دریو صنفونو ته په پرله پسې لاړم او درس مې ورکړ او ګمان مې وکړ چې دا مې په وس کې دي چې د هغې بورې مور او د هغه ځوان شهید لپاره یې کولی شم.

له ښوونځي څخه د غونډې په لور لاړم، هلته مې هم زړه سپک نه شو. ماښام چې کورته راغلم هر څه هماغه ډول وو. خپله د یاداښتونو کتابچه مې خلاصه کړه  کټ مټ د هغې ورځې په څير تشه او بې روحه  وه، یوازې یوه ناکامه جمله په کې ښکاریده د چې د شهید سرتیري په لیدو مې لیکلې وه: ( جګړې ته تلونکي سرتیري د تلو پر وخت خپلې کورنۍ ته په دروغو وویل: زه بیرته راځم!!!)

هغه شپه مې هم د هغې بورې مور په اړه فکر وکړ او بیا داسې راته ښکاریدل لکه یو څه چې رانه ورک وي.

سبا سهار وختي پاڅيدم د موټر پر ځای شل دقیقې پلې لاړم ښار خوځيدونکی او ژوندی ښکاریده که څه هم شین سهار وو خو خلکو په خپلو ورځينو کارونو پیل کړی و د پسرلي خوندوره هوا چلیده سور بخون لمر راختلی و.

ورځ هیلې بښوونکې وه زه په پراخه سرک د لمر خاته په خوا ور روانه وم، د لمر په سرخیو کې د چا د ځوانو هیلو رنګ ښکاریده. د ونو څانګې د پسرلي نري شمال ته ورو ورو خوځيدې، تنکۍ څانګې یې لکه د چا زلمیتوب داسې ښکاریدې.

د لمر له غوړیدو سره د ښار نبض نور هم په زوره او خوځنده کیده.

بیا مې هغه بوره مور او د هغه شهید سرتیري بې نبضه ټټر راپه زړه شو.

خو دا ځل راته د ښار په خوځنده نبض کې د هغه شهید سرتیري د زړه نبض په نظر راغی، د ونو په زلمیو څانګې د هغه د پیکي خوځښت او د لمر په خامه سرخۍ کې د هغه زلمي د څهرې سرخي په نظر راغله. اوس داسې راته ښکاریدل چې هغه د شهید مور خپل لاس د ښار په خوځنده سینه ایښی او د ښار نبضونه په ټوپونو دي.

نور د هغه سرتیري بې روحه جسد لکه په هدف لګیدلی غشی راته ښکاریده، ویاړمن او کمال ته رسیدلی. ومې منله چې سربازي یعنې د خلکو او وطن لپاره جنګیدل او په دې لاره کې وژل کیدل، یعنې هدف ته رسیدل. اوس په دې پوه شوې وم چې د سرتیرو ارواوې پر وطن مینې دي که نه نو هر سرتیری په دې ښه پوهیږي چې د جګړه له میدانه لارې د هدیرې په لور غځيږي نه د کورنو په لور. اوس مې باور شوی و چې هیوادونه د سرتیرو په نبضونو ژوندي دي او هغوی دې چې خپلې ساوې په ښارونو او کلیو ویشي.

هو، سرتیري نه مري بلکې خپل روحونه وطنونو ته سپاري.

ښوونځي ته چې ورسیدم زده کوونکو ملي سرود زمزمه کاوه.

دا هیواد به تل ځلیږي

لکه لمر په شنه اسمان

په سینه کې د اسیا به

لکه زړه وي جاودان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *