وطن مې تن، تن مې وطن دی
د تن په وينويې ساتم ترڅو چې يمه
زما سرتیری وروره!
کاشکی چی پوھیدلی چی په لمونځ کی دی دعا څه وہ؟ په زړکې دې څومرہ هیلې وې، څوک دی سترگو ته تاؤ را تاؤ شو، څه دی وغوښتل په خپلې وروستۍ دعا کی؟
زما د زړه ټکورسرتیرې وروره، ته یې په سجدہ کی شھید کړې، ستا سترگي د سبحان ربی العلی ویلو نه بیرته پورته نشوې. زما ګرانه تا سلام ونه ګرځوه او تا وروستی امین چف نکړ، څومرہ یی په بی رحمۍ ووژلې؟
ستا دښمن ته به خوب ورځي؟ ډوډۍ به یې له ستونې تیرېږي؟
همدومره پوهیږم چې ستا دښمن هم لا الله وایې، فرق مو دا دی چې ته په وطن میئن یې او هغه په حورو د جنت. ته په یوې ریښتینې خاورې میئن یې او هغه په یوې خیالې دنیا.
فرق دا دی چې ته وطن مور ګڼې او هغه د پردې کاسه څټې دې.
زما د وطن سرتیرې، ته دومرہ پاک او سپیڅلې یی چی په بوټو سرہ دی په جای نماز دریدلی شوی ستا بوټان یی په باروتو ککړ کړل او ستا دا سپیڅلې دریشې چې د رنګونو بیرغ پرې ټومبل شوې دې ستا په پاکه وینه کې سور کړ.
ستا جامې چې وروستې ځل دې مورکۍ مینځلې وې په هغه خاوره ولړلې چې تا یې په میړانه ساتنه وکړه، دښمن ته دی سر ټیټ نکړ.
ستا د ویاړجامی یې په خاورو او وینو ککړې ستا مورکۍ ته سوغات کړې. او هغې دا ځل په خپلو اوښکو او د زړه په وینو درته ومینځلې.
بیا یې اوښکی ھم وچی شوی وی لکه یو وخت چی زه ماشومه وم او زما د ترور اوښکی د خپل کوماندو زوی پسی وچې شوي وې. ھغی به ویل
د عبدالکریم په تابوت کی تیږې وی ھغه پکی نه وو زما د یتیم کاکلې زوی غوښې هم ورکې شوې
او چې کله به یوځای کیناستو نو بیا به اوسیلې به یې کول اوښکې یۍ نورې وچې شوې وې.
هو زما ترور هم ستا د مورکۍ په شان کونډه او بوره وه کلونه پخوا. او نن ستا مورکۍ هم هماغسې یې درپسې اوښکې وچې شوې دې.
کله به مې ورته وویل ترورې ډیر اوسیلې باسې؟
ویل به یې ترور دې ځارشې اوښکی می وچې دې.
نن لکه چې په وطن کې د هر سرتیرې د مورکۍ اوښکې وچې شوې دې؟
دا وطن داسې ښکارې لکه ډاګ چې یواځې د کونډو او بورو میندو جلسه پکې وې، یوه بلې ته یو شانته کیسه کوې. زما ترور خو ارامه شوه هغه خپل کاکه او میړنې زوی پسې زړه چاودې شوه خو ستا بدبخته مورکې لا تراوسه ساړه اوسیلې باسی او د ژړا په تمه ده.
د پیغلې خور او میرمني اوښکې به دې ھم وچې شوی وې، د ھغو ی ته د جنت په دُعاوو پیرزو نه وی ، خور دی غوښتل چی ستا د ویاړ جامی اتو کړې او بوټان دی رنگ کړې او بیا یی جلا لپارہ لمر ته کیږدي.
مورکۍ دې غوښتل چې پہ سرو او سترگو دی ښکل کړې، میرمن دی د یوی معصومی مینی په تمه وہ د ھغئ ته په خاورو او وینو ککړ پیرزو نه وی۰
تا خپل ماشوم ته چې لا یې نړۍ نده لیدلې یواځې د وطن پالنې او ویاړه ډک نوم پریښوده. هغه به تا کله هم نه وینې خو تل به ویاړې چې پلار یې دا وطن ساتلو. پلار یې د هغه په زړه کې تل ژوندې او اتل دی. یو زړه ور اومیړنۍ اتل د وطن سرتیرې.
ستا د دښمن مخ دې تل تور وې، ته ژوندۍ یې په تاریخ کې او د دې وطن په هرکاڼې بوټې کې ستا د میړانې تلپاتې کیسې پرتې دې.
په ټوله خورنۍ اورنۍ مینه