د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې سختو ورښتونو سیلابونه راویستلي چې ځينو سیمو کې یې خلک زیانمن کړي، خو افغان هوايي پوځ بیا د خلکو د نجات لپاره له هوایي ځواک کار اخیستی او سلګونه کورنۍ یې له سیلابونو ژغورلي دي.

د راپورونو په اساس، تېره شپه د جوزجان په مرکز شبرغان کې افغان هوايي ځواکونو پنځه سوه هغه کورنۍ ژغورلي چې د سیلابونو له کبله په کورونو کې بندې پاتې وې.

د سیمې خلک نقل کا، کله چې دوی په خپلو کورونو کې و، سیلابونه یې کورونو ته ورننوتي او له دې طبیعي پېښې په شمال کې د شاهین قول اردو خبره شوې او په وخت اقدام سره یې زیاتې کورنۍ له ځآني تلفاتو ژغورلي دي.

هلته د شپې د شمال قول اردو د منسوبینو په ورتګ سره خلکو چیغې وهلې چې د نجات فرښتې رارسیدلي او اوس به ټولو کورنیو ته سلامت نجات ورکړي، همغسې و چې نږدې پنځه سوه کورنۍ یواځې له شبرغان څخه خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.

د شاهین قول اردو منسوبینو لومړی له هغو سیمو خلک ویستلي چې د سیلابونو زور پکې زیات و، د شبرغان په لومړۍ او دویمه ناحیه کې زیات خلک د سیلابونو له کبله محاصره و او د ښځو او ماشومانو چیغې تر لیرې سیمو پورې اوریدل کیدلې.

هلته خلکو مرګ په خپلو سترګو لیدلی و، ځکه سیلابونو زیات کورونه ویجاړ کړي، د کورنو باندنې دیوالو او خونې یې ړنګې کړي، خو د ملي ارادو اتل ځواکونه توانیدلي چې په جوپه جوپه زیات شمېر کورنۍ وژغوري او د هوا له لارې یې نورو سیمو ته انتقال کړی.

افغان ځواکونو د خلکو په ژغورلو کې هیڅ ډول ستړیا نه ده احساس کړې او د شپې له ۹ بجو تر دوه بجو یانې پشلمي پورې یې ټولې له ګواښ سره مخ کورنۍ له سیلابونو ژغورلي دي.

که څه هم سیلابونو خپل کار کړی، زیاتې کرنیزې ځمکې یې خرابې کړي او تر څنګ یې څاروي هم مړه کړي، خو هلته د افغان پوځ میړانې خلک له ځاني زیانونو ژغورلي دي.

د خلکو احساسات

د شبرغان له مرکز څخه د افغان سرتېرو د ژغورنې د عملیاتو په ویډیو کې ښکاري چې د افغان پوځ د همکاریو له کبله خلک دومره احساساتي دي چې له سترګو یې اوښکې ځي، هلته چې خلکو د سیلابونو له کبله هر ساعت په مرګ ګواښل کیدل او سرتېرو ژغورلي، له ډيرو احساساتو یې په چیغو چیغو ژړل.

سرتېري ښځې ماشومان او سړي چورلکو ته پورته کوي، هلته یې ځای په ځای کوي او خوندي ځای ته په رسیدو یې بیرته له چورلکې ښکته کوي، د افغان پوځ دا ټوله همکاري او لاسنیوي خلکو ته دا زیری ورکو چې دا پوځ د افغانانو دی او هر کله به د افغان مرستې ته وردانګي.

د روژې په دې مبارکه میاشت دا خلک خو له کورونو بې ځایه شول، مالي زیانونه یې ولیدل، خو دا چې افغان پوځ له ځاني زیانونو ژغورلي، بیخي د افغان پوځ د ستایلو لپاره ترې الفاظ ورک دي.

دا به په خپل ډول کې لومړی ځل نه وي چې افغان هوایي ځواک د جوزجان ولایت کې خلک د سیلابونو ژغوري، تر دې درې کاله وړاندې هم په شمالي ولایتونو کې د سیلابونو له کبله پنځلس سوه کورنۍ افغان پوځ ژغورلې وې او خوندي سیمو ته یې انتقال کړې وې.

افغان پوځ د ژغورنې تر څنګ سیلاب ځپلو سره د لومړنیو خوراکي توکو مرسته هم کړې او د نورو ورښتونو له کبله د سیلابونو زیانونو او ګواښ ته چمتووالی لري.

په افغان پوځ باور، په ځان باور دی

له دې پېښې او ورته نورو پېښو وروسته دا برداشت کیدای شي چې له افغان پوځ سره د  خلکو همکاري په راتلونکي باور او راتلونکی تضمینوي، افغان پوځ نور هیڅ نه غواړي، یواځې هڅه کوي د خلکو همکاري ورسره زیاته شي او د خلکو باور راخپل کړي.

افغان پوځ ته د انسانیت لارښوونه شوې او هر هغه ځای چې اړتیا وي ، ځان رسوي او له خلکو سره همدردي کوي.

که افغان هوایي پوځ له ترهګرو وزګار شي، په ډيرو برخو کې به د خلکو لاسنیوی کوي او د هر ګواښ پروړاندې به خپله سینه سپر کړي.

نو ټولو افغانانو ته لازمه ده چې د خپل پوځ تر شا ودریږي، همدا پوځ د همدې ملت څخه تشکیل شوی او د یو باثباته افغانستان لپاره هڅه کوي چې هیڅ دښمن یې په دې خاوره کې شومو اهدافو ته و نه رسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *