دا، خو د لمر په څېر روښانه ده چې سرتېری د نورو ژوند ساتي، ځانمرګي يې ژوند ترې اخلي. د ننګرهار بېسودو پله ته ور څېرمه د پرون مازديګر تاريخي پېښې بيا ثابته کړه چې يوه سرتېري يو ترهګر ځانمرګی په غېږه کې ونيو، ځان يې قربان کړ، خپل ملګري او ګڼ هېوادوال يې له مرګه وساتل.
ځانمرګي ته په دې عقيده روزنه ورکول کېږي چې د خلکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه، له پوښتنې ګروېږنې پرته جنت ته ور ستنېږې. ځانمرګي بريدګر چې يو مخ بې سيواده، جاهل او ناپوه خلک دي د يوې ځانګړي اډيالوژۍ له مخې دماغونه ترې سپا کېږي، ذهن يې وينځل کېږي او حافظه يې ړنګېږي. ذهن يې ته نوی فکر اچول کېږي، نوې مفکوره ور داخلېږي، او بلاخره لکه وسيله داسې چمتو کېږي.
بيا يې ور پاته پخوانی عقل له منځه ځي، لکه ماشوم د نويو خوځښتونو، او کارونو لپاره چمتو کېږي. بيا واسکټ په واغوستل شي، لاره مدرک ور وښول شي، او امر ورته وشي چې دا نړۍ په همدې لنډو ورځو کې ختمېږي، ته وار مخکې کړه، ولاړ شه، هلته ځانته چاودنه ورکړه، خلک ووژنه چې تر ټولو اول جنت ته ولاړ شې، حورې او غلمان داسې په ليکه درته انتظار دي.
ځانمرګی هماغسې د ربوټ په ډول فقط لارښونه عملي کړي. د خلکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړي، ډېری بېګناه وګړي ووژني، تر شا يې پاته تبليغان، او ذهني ناروان طالبان د مکر او فرېب ترانې پسې وليکي چې فدايي لالی جنت ته رسېدلی دی، نعوذبالله الله تعالی يې ليدلی دی. د جهالت او خرګرۍ په فکر سمبال يې دا ترانې لاس پر لاس کړي، هر ځای ورته ناست وي، غوږ يې ورته نيولی و د ځانمرګي پر تر ټولو ستر جهالت، ناپوهۍ او اسلام ضد عمل وياړي.
که خبر دي، که خبر نه دي، خو دا هېروي چې ځانمرګی يو مرتد، او قاتل انسان دی چې د خدای حضور ته له يو عالم قضاياوو سره ورځي. هلته نه بيا د پنجابي ملا منتر چليږي، نه د ملاهبته الله لکچر چليږي. هلته خدای تعالی حساب کتاب ترې غواړي، او د جهنم دوږخ تر ټولو ستره سزا ورکوي. طالبان او پلويان خپلو ځانمرګو ته نڅيږي، ورته خوشاليږي چې څومره زړور دي، او څومره غټ کار کوي.
راځئ پر دې پوه شو چې ځانمرګي نه زور لري. نه قوت لري. نه غيرت لري نه وجدان لري، نه عقل لري نه غيور لري. د ځانمرګي فکر پرېولل کېږي. نوې مفکوره ور اچول کېږي. داسې عياريږي لکه يو ماشوم. ماشوم ته چې هر څه ووايې، هغسې عمل ترسره کوي ځکه د ښو او بدو په عواقبو نه پوهېږي. يا په بل ډول لکه برېښنايي ربوټ چې فقط د امر تابع دی، نوره خپلواکي او اختيار يې له ماشين او کنټرولونکي سره وي.
سرتېری که څه هم له ځانمرګي سره په هيڅ وجه د پرتلې وړ نه دی، خو مناسبه مې وګڼله چې خپلو هېوادوالو ته د ننګرهار پرونۍ تاريخي پېښه د يوې پرتلې په توګه واضح کړم. تاسې وليدل پرون مازديګر د ننګرهار بېسودو پله ته ور څېرمه يوه ځانمرګی بريدګر چې د ملي اردو د تلاښۍ ځای ته رسېدلی و ملي اردو پېژندلی و، سمدلاسه يې د درېدو ږغ پر کړی و.
ځانمرګي چې د ملي پوځ قهرمان سرتېري ليدلي ول سمدلاسه وارخطا شوی و، شاته ګرځېدلی ، يو سرتېری چې محمد عمر نومېد ور په منډه شوی ځانمرګی يې په غېږه کې نيولی له ګڼې ګوڼې يې لري کړی، په دې حال کې ځانمرګي بريدګر ځانته چاودنه ورکړې، د محمد عمر په ګډون يې دوه سرتېري شهيدان او د يوه ولسي وګړي په ګډون دوه نور سرتېري ژوبل کړي.
وګورئ دلته څومره غټ توپير پروت دی. ځانمرګی د مرګ لپاره روزل شوی، سرتېری د نورو د ژوند ساتلو لپاره. مګر تاسې وګورئ سرتېري د خپلي طبعي مېړانې، قوت او شجاعت له مخې خپل ځان د يوه تروريست وحشي او جاهل انسان غېږي ته واچاوه، په ډېر وياړ يې له صحنې ګوښه کړ، او بلاخره يې خپل سر د ځانمرګي بريدګر په لمنځه وړلو قربان کړ.
ځانمرګی، خو د چاودنې لپاره روزل شوی وي، ځکه نو نه غيرت پکې شته او نه مېړانه. غيرت او مېړانه په سرتېري کې ده چې له مرګه منعه شوی وي، د نورو د ژوند ساتلو لپاره ګومارل شوی وي. د ننګرهار پېښه يواځې يوه نمونه ده. نور هره ورځ سرتېري د دغه ډول تاريخي پېښو يادونه ثپتوي.
بل تاسې وګورئ ځانمرګی په چاودېدونکو توکو ځان بار کړی وي، درب يې شي د ولسي وګړو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړي. له چاودني سره ډېری بېګناه ککرۍ ځای پر ځای په وينو سرې شي. ماشومان شهيدان شي. ځوانان شهيدان شي. ډېری کورنۍ د غم پر ټغر کښېني. ښار خراب شي. بېره خپره شي. وحشت خپور شي. سړک په وينو ولړل شي. ټولګټي بنسټونه وران شي. لنډه يې دا چې يوه تباهي رامنځته شي.
ها خواته د سرتېري حال وګورئ چې له کوره مسافر وتلی وي. مېرمن، خور مور او کورنۍ يې پرې ايښې وي. په لوږه و تنده په تاوده سنګر کې ناست وي. د روسيې، پنجاب او ايران مرميو ته يې سينه سپر کړې وي. د روانې ناروا جګړې د مخنيوي لپاره يې خپل سر د ټوپک له شپېلۍ سره سريښ کړی وي. نه د يخ پروا لري نه د ګرمۍ. نه له ستړيا کړېږي، نه له بدخوبۍ. د اسلام، وطن او خلکو د خونديتوب لپاره يې شپه و ورځ پر ځان يوه کړې وي، د يوې مقدسي لارې د مزلچي په توګه يې د وطن د ننګ کمربند تر ملا کړی وي.
که فرضاً پرون د ننګرهار تررويست ځانمرګی د پوځ توريالي سرتېري د خپل سر په قربانۍ سره نه وای ختم کړی، تاسې فکر وکړئ، څومره بېګناه وګړي به شهيدان شوي وای. څومره تلفات به رسېدلي وای. بيا به يې چېرته کومه د عامه تاسيساتو ودانۍ په نښه کړې وای. بيا به يې څومره افغان ميندې ژړولي وای. مګر سرتېري د دې هر څه مخنيوی وکړ. خپل سر يې د دې تباهۍ د پېښېدو په مخنيوي کې قربان کړ.
زموږ سرتېري زموږ د وطن پرشتې دي. داسې پرشتې چې د غيرت او مېړانې بېلګې يې په نړۍ کې نشته. وطنوالو ته په کار ده چې د دې سپېڅلو پرشتو په قدر او عزت پوه شي. همدا سرتېري دي چې له برکته يې موږ ارام ژوند لرو، په کورنو کې ناست يوو، ژوند او روزګار مو دوام لري.