د هېواد د فرهنګې شخصیت اود پښتو ژبی د نومیالی لیکوال او پیاوړی شاعر محمد صدیق پسرلی د مړینې له امله د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشينۍ پیغام
په ډیري خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد فرهنګې شخصیت اود پښتو ژبی نومیالی لیکوال او پیاوړی شاعرمحمد صدیق پسرلی د هغې ناروغۍ له امله چې ورپیښه شوې وه ،په هند کې د درملنې پر مهال د ډیلي په یوه روغتون کې وفات شو.
محمد صدیق پسرلی د رمضان خان زوی پر ۱۳۰۷ کال د غزني په قره باغ کې زېږدلی، د ژوند لومړني څلور کاله یې په خپل زېږنځای کې تېر کړي او وروسته له خپلې کورنۍ سره کندز ولایت ته کډه شوی دی.ښاغلي پسرلي د کندز په شېر خان لېسه کې تر منځنیو زده کړو وروسته شعر او ادب ته مخه کړه او په دې ډګر کې یې تلپاتې اثار ولیکل.
لومړنۍ مجموعه يې د كوكچې په نامه په ۱۳۳۰ كال په بدخشان كې چاپ شوې او په همدغه كال يې د يوناني شاعرې بېلټس ترانې هم په نظم وژباړلې.څه كم دېرش كاله وروسته، په ۱۳۶۱ كې د پاسني په مستعار نامه د وطن وير په نوم د حماسي او انتقادي شعرونو ټولگه يې چاپ شوه.كال وروسته يې د ليوني باد په نامه د طنزونو ټولگه خپره شوه.
داسې هم وو” او “سره غالۍ” په نومونو د لنډو كيسو ټولگې يې د شپېتمو كلونو په اواسطو كې چاپ او خپرې شوې.بيا يې د نن، پرون او سبا په نامه د څلورنيم سوه بيتونو په شمېر يوه قصيده چاپ شوه.د شپيتمو كلونو په اواخرو كې د ټاگور گيتانجلي پښتو كړې منظومه ژباړه يې خپره شوه.په همدغو كلونو كې د “زهرې” په نامه يوه منظومه يې او بيا د پسته اور په نامه د څلورېزو ټولگه يې چاپ او خپره شوه.
تر دې وروسته استاد د گڼو ليكوالو او شاعرانو په غوښتنه د خپلو غزلونو په خپراوي لاس پورې كړ.لومړى يې ماته شپيلۍ او بيا يې د نى كوڅه چاپ كړه، تېر كال يې لومړى د كوچى ملا په نامه ناول او ورپسې يې د لمركجاوه په نامه د نظمونو كتاب چاپ شو.
ښاغلی پسرلی چې له نژدې یوې میاشتې راهیسي ناروغ و، د ٨٥ کلو په عمر په هند کې د درملنې پر مهال د ډیلي په یوه روغتون کې په ځايي وخت د شپې پر یوولسو بجو له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام او رهبري هیت د اروا ښاد پسرلي مړینه یوه ستره فرهنګې ضایعه بولي او د لوی خدای (ج) له سپیڅلي دربار څخه ارواښاد صدیق پسرلي ته د فردوس جنت او کورنې ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي .
 
په درنښت
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر
ډاکټر محمد اکرم خپلواک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *