په ډېري خواشينۍ سره موخبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي د اکا زوی حشمت خلیل کرزی،چې د کندهار مخور قومي مشر اود ولایتي شورا غړی وو په یوه ځانمرګي حمله کې شهید شوې دی .
انا لله وانا اليه راجعون
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام دا غمجینه پېښه په کلکه غندي او دا افغان وژنه چې په هر ډول،په هر نامه او هر چا له خوا چې وي په ملي او نړیواله کچه د هغې د عاملینو محاکمه غواړي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي د دې زړه دردونکي پېښې له امله ولسمشر حامد کرزي او د دوی دکورنۍ ټولو غړو او دکندهار پتمونو اوسیدونکو ته خپل د خواخوږۍ او تسلت مراتب وړاندې کوي او د پاک خدای (ج) له سپیڅلي دربار څخه شهید حشمت خلیل کرزي ته د فردوس جنت،کورنۍ او دوستانو ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي .
په درنښت
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر
ډاکټر محمد اکرم خپلواک