دشپږسوه څلورم سرحدي زون درستیزوال مل پاسوال حمیدالله (صدیقي ) وايي چي ددې زون ددوهم کنډک قومنداني سرحدي پولیسو دخاشین ولسوالۍ د اوښ غاړي په سیمه کي (     ۱۱۵   ) کیلو ګرامه لانده تاریاک ، ( ۸۷۰ ) کیلوګرامه چرس ، دوه عرادې موټرونه چي یو ټیوټا او دوهم یې لنډکروز وو نیولي دي .

ترڅنګ یې ، یو میل کلاشنکوف ، یوه پایه سټلایټ ټلیفون ، څلور شاجورونه او درې تنه تورن کسان هم سرحدي پولیسو ته په لاس ورغلي دي .

هغه وویل چي دغه نشيي توکي د ۱۳۹۳/۱۰/۱۲ نیټه دشپې له مخي کله چي سرحدي پولیسو ګزمه کول او وروسته یې دیوه کمین پرمهال دقاچاق وړونکو څخه یاد توکي ترلاسه کړه ،دیادو توکو دنیولو پرمهال سرحدي پولیسو ته هیڅ ډول زیان ندی رسیدلی .

دغه نیول سوي توکي ټول د هلمند دامنیه قومندانۍ دنشيي توکو پرضد دمباریزې مدیریت ته وسپارل سوه ښاغلي درستیزوال وویل چي موږ خپلو سرحدي ځواکونو ته دنده ورکړېده چي په سرحد کي خپلي ګزمي او کمینونه په دوامداره توګه ترسره کړي تر څو په هیڅ ډول قاچاق وړونکي په هغه سیمه کي تګ راتګ ونکړي آو دامهال یې تر ډیره بریده مخه نیول سوېده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *