شپږسوه څلورم سرحدي زون پولیسو دخاشین ولسوالۍ په اړونده سیموکي دوه تورن کسان د ۲۵۵ کیلوګرامه تاریاکو سره په یوه عراده ټیوټاموټر کي نیولي دي .

په هلمندکي دشپږسوه څلورم سرحدي زون درستیزوال مل پاسوال حمیدالله صدیقي وايي چي تیره شپه دخانشین ولسوالۍ د اوښ غاړي په سیمه کي دسرحدي پولیسو دکمین پرمهال یاد توکي نیول سوي دي .

هغه وویل چي په نیول سوو نشیي توکو کي ۲۳۵ کیلوګرامه لانده تاریاک او ۲۰ کیلوګرامه وچ تاریاک شامل دی .
نوموړي وویل چي یوه عراده ټیوټاډوله موټر هم له دوه تنه تورن کسانو سره نیول سوی دی ، دهغه په خبره چي دغه لاسته راوړنه د ذالفقار دعملیاتو په دوام چي د کورنیو چارو وزارت دملي پولیسو دلوی قومندان لوی پاسوال محمد سالم احساس دامر سره سم په سرحدي سیموکي دخپل کمینونه او ګزمې دوامداره لرو ترڅو دتریزم ، قاچاق ، وسلوالو مخالیفینو او نورو غیري قانوني کړنو مخه نیسو .

دښاغلي درستیزوال په خبره دتیرو پنځه ویشت ورځو راپه دیخوا په سرحدي سیموکي داول ، دوهم ، پنځم او چټک غبرګون کنډکونه په دنده بوخت دی ترڅو سیمه امنیت او سرحدي په ښه توګه خوندي کړي .

وروسته دغه نیول سوي نشي توکي له تورن کسانو سره یوځای د امنیه قومندانۍ دنشي توکوپروړاندي دمباریزې مدیریت ته وه سپارل سوه .

دیادوني وړده چي څو ورځي وړاندي هم دشپږسوه څلورم سرحدي زون پولیسو یوه زیاته اندازه نشي توکي له تورن کسانو سره نیولي وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *