دسرحدي ځواکونوعمومي قومانداني
د(۶۰۴) سرحدي زون قومانداني
د مطبوعاتودفتر

د شپږسوه څلورم سرحدي زون قومنداني ته دلوړپوړو نظامي چارواکو په راتلو سره دسرحدي ځواکونو دچمتوالي او تجهزاتو څخه دپسرلني عملیاتو له امله لیدنه ترسره سوه .

د افغانستان دکورنیوچارو وزارت دپولیسو دعمومي قومندانۍ مرستیال لوی پاسوال سالم احساس ، دکورنیو چارو زارت دعامه نظم دپولیسو عمومي قومندان پاسوال زمری پیکان او دهلمند امنیه قومندان پاسوال نبي جان ملاخیل دشپږسوه څلورم سرحدي زون قومندانۍ دځواکونو او تجهیزاتو څخه لیدنه وکړه .

ښاغلي لوی پاسوال سالم احساس وویل چي دلیدني موخه یې د راروانو پسرلنیو عملیاتو لپاره په هلمندکي دامنیتي ځواکونوچمتوالی او ستونزي اوریدل وه .

1هغه وویل دشپږسوه څلورم سرحدي زون پولیس په هلمندکي تریو شمیر نور نظامي ځواکونو منظم ، پیاوړي ، خپلو دندوته چمتو او زیاتي لاسته راوړني لري .

نوموړ زیاته کړه چي دپسرلینو عملیاتو له پیل سره سم به په هلمندکي امنیت نور هم پراخه او ددې خاوري دوښمنان به سخته ماته وخوري .

همدارنګه دعامه نظم عمومي قومندان او دهلمند امنیه قومندان هم دسرحدي ځواکونو درهبرۍ او ټول پرسونل ستاینه وکړه.

او زیاته یې کړه چي په هلمندکي سرحدي پولیسو په خورا میړانه ددولت وسلوالو مخالیفینوته ماته ورکړی ده چي ترڅنګ یې سرحدي سیمي زیات امنیت او دنورو ځواکونو سره ښه همغږي لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *